fbpx

طالبانو د افغان سولې پروسه کې د پاکستان هڅې ستایلي

خبریال وېبپاڼه / ۳ اکټوبر ۲۰۱۹ –  پرون یکشنبې د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات په یوې خپرې کړې اعلامیې کې وویل چې طالبان یې اسلام اباد ته په رسمي بلنه ورغوښتي، څو دغه هېواد کې پر افغان سولې له امریکا سره وغږیږي. نن پنجشنبې بیا د وسله والو طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د دې هېواد د استخبارتي ادارې(آی ایس آی) له مشرانو خبرې کړي دي.

شاه محمود قریشي طالبانو سره په خپلو خبرو کې ویلي امریکا دې پر افغان سولې له طالب پلاوي سره خبرې پیل کړي او دی نوموړو خبرو ته هیله مند دی. هممهاله طالب پلاوي هم له امریکا سره پر افغان سولې د بحث ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې جګړه د حل لاره نه ده، بلکې د جګړې ښکېلې لورې دې سره د مذاکراتو میز ته کیني او ددغې ستونزې لپاره دې ګټوره لاره پیدا کړي. قریشي زیاته کړې ده په افغانستان کې سوله نه یوازې د افغانستان، بلکې د پاکستان اقتصادي پرمختګ او ان د ټولې سیمې لپاره مهمه ده.

بل پلو طالبانو د افغان سولې په برخه کې د پاکستاني چارواکو هڅې ستایلي او د دوی رول یې په یاده پروسه کې مهم بللی. باید یاده شي، چې پاکستان ته د امریکا متحده ایالاتو مرکچي پلاوی هم رسېدلي دی.

د سولې اړوند دا خبرې په داسې وخت کې د بیا ځل لپاره پیلیږي چې تر دې وړاندې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ نهه پړاؤه خبرې ترسره شوې چې په ضمني مسایلو په کې هوکړې هم شوې وې، خو کابل کې د طالبانو هغه برید چې په کې د بهرنیو ځواکونو په ګډون څو افغانان وژل شول، ډونالډ ټرمپ د خبرو ټوله پروسه لغوه کړه.

Your SEO optimized title page contents