fbpx

طالبان چې اسلام اباد ته ځي، ولې کابل ته نه راځي؟

خبریال وېبپاڼه / ۳ اکټوبر ۲۰۱۹ ـ د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو مرکچي پلاوى پرون اسلام اباد ته لاړ چې د دې هېواد له ملکي او نظامي چارواکو سره وګوري. طالبان به په دې سفر کې له پاکستاني چارواکو د هغوى فرمايشونه واوري او دواړه لوري به د سولې په پروسه کې د خپلو ګټو د خوندي کولو هوکړه سره وکړي.
دا چې ډېر طالبان په پاکستان کې دېره دي، هملته مرکزونه لري، د جګړې لپاره چړيان په کې روزي او په اصطلاح هست و بود يې پاکستان دى، په دې کې هېڅ شک نشته، خو پاکستان چې طالب ته څومره ګټه رسولې، تر هغه يې ډېر تاوان افغانستان ته رسولى دى، حتى په طالبانو کې يې هغه کسان زنداني کړي او وژلي دي چې په افغانستان کې يې سولې ته تمايل درلود. همدا ملا برادر چې نن په خوشالۍ له شاه محمود قريشي سره روغبړ کوي، همدې قريشي دوى کلونه – کلونه په دې خاطر په زندان کې وساته چې له افغان حکومت سره يې د سولې اراده کړې وه.
اصلي خبره دا ده چې له طالبانو سره په افغانستان کې د سولې لپاره مذاکرات پيل شوي او په کار ده چې دوى له افغانانو سره کېني او خپلې ستونزې حل کړي، خو دوى د سولې په پروسه کې بهرنيانو ته دومره په ارزښت قايل دي چې له افغانانو سره جګړه بندول يا اوربند کول خو پرېږده چې حتى خبرې هم نه ورسره کوي. دوى د افغانانو دښمن وطن ته ورځي، خو خپل وطن ته نه راځي، دوى د د زاني او فاسق عمران خان له حکومت سره خبرې کوي، خو افغان حکومت او خلک په دې پروسه کې اېګنور کوي.
که اشرف غني هر څومره بد هم شي، تر عمران خان بد نه دى، که افغان حکومت هر څومره بد هم شي، بيا هم تر پاکستاني حکومت زر وارې موږ ته ښه دى، خو د دې باوجود هم طالب هغه اسلام اباد ته ور روان دى چې تل په کې د افغانستان د بربادۍ پلانونه کېږي.
داسې يوه هېواد ته د طالبانو ورتګ ښيي چې د افغانستان د جګړې او سولې کيلي له پاکستان سره ده، همدې پاکستان چې د بوش په امر سلام ضعيف لوڅ لغړ امريکايانو ته وسپاره او امريکا ته يې اډې ورکړې چې په افغانستان حمله وکړي، اوس يې د ټرمپ په امر طالبان د سولې مېز ته حاضر کړي دي. په دې ټوله معامله کې پاکستان طالبان د شطرنج د دانو په څېر کاروي، خو دوى لا هم اسلام اباد ته سجدې کوي.
د طالبانو عزت په دې کې و چې د اسلام اباد پر ځاى سيده کابل ته راغلي واى او دلته يې د افغانستان اوسنى ناورين پاى ته رسولاى واى، د کابل او ټول افغانستان مسايل په کابل کې حل کېداى شي، نه په واشنګټن، مسکو، دوبۍ، قطر او اسلام اباد کې، که د افغانستان مسايل په پرديو وطنونو کې حل کېدلاى دا څلوېښت کاله دې ښارونو ته ډېر سفرونه وشول، خو له چکرونو پرته يې بله کومه نتيجه نه درلوده.
بيا هم وايم چې اسلام اباد او نورو وطنونو ته د طالبانو سفرونه هېڅ ګټه نه لري، خو هر وخت چې کابل ته د سيالو افغانانو غوندې راغلل، امکان يې شته چې له افغانانو سره يوې ښې پايلې ته ورسېږي.
ليکوال: ډاکتر محمد خالد رحيمي