fbpx

د امنیتي ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون جوړیږي

خبریال وېبپاڼه / ۳ اکټوبر ۲۰۱۹ – افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وړاندې د ملي امنیت د افشارو اداري کمپلکس کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.

ارګ په یوې خبر پاڼه کې ویلي دي چې دغه روغتون په دیارلس جریبه ځمکه کې د تلخونې په ګډون په څلورو پوړونو کې په نړیوالو نورمونو جوړېږي.

چارواکی وایی، دغه ودانۍ د اړتیا پرمهال له اتو څخه تر لسو پوړونو پورې د لوړولو او دوه سوه بستریز روغتون ته د ارتقاظرفیت لري.

ارګ لیکي ملي تدارکاتو ادارې له صفت ساختماني شرکت سره د ۳۵۷،۶ میلیون افغانیو په ارزښت د یاد روغتون د جوړولو تړون لاسلیک کړی چې په درې کالو کې یې چارې بشپړېږي.

امنیتي چارواکو د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د افغانستان په کچه لومړنی دولتي روغتون وباله او ټولو ته یې د هغه د جوړولو مبارکي وویله.

ولسمشر محمد اشرف غني د ډبرې کېښودو په مراسمو کې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون قراردادي شرکت دې وهڅوي څو د جوړولو چارې په دوو کالو کې بشپړې کړي.

ولسمشر غني هیله څرګنده کړه، چې د پولیسو روغتون هم ژر تر ژره په یو نمونه یي روغتون بدل شي.

ولسمشر زیاته کړه، د نظامي روغتونونو روغتیایي خدمات ښه شوي، مګر په ملکي روغتونو کې لا هم ستونزې موجودې دي او زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.

ولسمشر د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ همغږي او همکاري تصادفي نه، بلکې د دوی د پرلپسې هلوځلو لاسته راوړنه وبلله. هغه زیاته کړه، تاسو په وروستیو دوه میاشتو کې په خپلو مبارزو او سرښندنو سره ثابته کړه چې د نظام ساتونکي او د جمهوریت ملاتړي یاست.

غني د غونډې په یوې څنډه کې امنیتي او دفاعي ځواکونو او ټولو هیوادوالو ته د نورو د توقع برخلاف او د طالبانو د تهدیدونو باوجود، د ولسمشریزو ټاکنو د بریالي ترسره کېدو مبارکي هم وویله.

په وروستیو کې محمد اشرف غني د افغانستان د طبي شورا څخه وغوښتل چې، د دوی له لوري غوره شوي نورمونه او معیارونه باید تطبیق او هر ډاکټر د صحي بورډ له لوري د فعالیت جواز ولري او سویه یې تثبیت شي، ځکه د ډاکټر تېروتنه نه جبرانېدونکې ده.