fbpx

طالبانو له امريکا سره د خبرو د پيل غوښتنه کړې -افغان حکومت ته انکار

خبريال ډاټ کام پښتونخوا/۳اکتوبر۲۰۱۹- د ملاعبدلغني برادر په مشري د وسله والو طالبانو پلاوي په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو ته خواست کړی چې له امريکا سره شنډي شوېو خبرو په بيرته پيلولو کې رغنده رول ولوبوي.

په پښتونخوا کې د خبريال ډاټ کام همکار اجمير خان ته پاکستاني چارواکو ويلي چې د طالبانو او پاکستاني پوځي او استخباراتي چارواکو ترمنځ يوه ښکاره او دوې پټي غونډي شوي دي چې بشپړ جزيات يې نه دي معلوم خو دوې خبري را مخته شوي دي چې يوه يې د طالبانو له لوري له امريکايي چارواکو سره د خبرو د پيل غوښتنه ده او دوهمه هغه يې د طالبانو له لوري له افغان حکومت سره د خبرو نه کولو ټينګار دی.

د طالبانو دا سفر د ولسمشر ټرمپ د خبرو د شنډونکي ټويټ وړاندي پاکستان ته پلان شوی وو خو د ټرمپ ټويټ دا سفر هم و ځنډاوه.

هغه مهال ددغه سفر موخه بيله بلل کېده خو اوس ورسره د امريکا د بيا پخلا کېدو بڼه ورکړل شوې ده.

دا سفر په اکتوبر میاشت کې ځکه شونی شو چې پوره یو کال وړاندي‌ملا عبدالغني برادر د پاکستان له اوه کلن زندان نه خوشي شو.

دې سفر کې طالبان هڅه کوي‌چې د پاکستان په مټ له امریکا سره شنډي شوې خبري بیرته پیل کړي .

طالبان تر دې وړاندي‌روسیې ، چین او ایران ته په هم دغه موخه تللي‌وو چې مروره امریکا بېرته خوشحاله کړي .

پاکستاني خبریالان وايي چې طالبانو پاکستان ته ډاډ ورکړی دی چې نور به په افغانستان کې پر امریکا يي ځواکونو بریدونه نه کوي .

په قطر کې د طالبانو یوې سرچینې خبریال ډاټ‌کام ته وویل چې دا سفر د خبرو د بیا پیلېد لپاره شوی ،خو ډېر امکان دا هم شته چې نن د جمعې په ورځ طالب استازي‌ په له زلمي‌خلیلزاد سره پټه لیدنه وکړي .

د خبریال سرچینه وايي‌چې له قطر نه پاکستان ته تللي پلاوي کې ډېر رول امیر خان متقي ‌لوبولی دی .

په قطر کې د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي چې د سپټمبر میاشتي په لمړیو کې د طالبانو له مینځه (۱۳) مشران پاکستان ته غوښتل شوي‌ وو .

د وسله والو طالبانو (۱۲) کسیزه ډلي په قطر کې د پاکستان سفارت نه وېزې تر لاسه کړي وې ، او یوه قوماندان ( امیر خان متقي )‌ لا له وړاندي ویزه اخیستې وه . 

په دغه ډله کې له ګونتا نامو څخه د تازه را آزادو شویو طالب مشرانو تګ په شک کې بلل شوی وو ، ځکه چې هغوی ته افغان حکومت په دې شرط پاسپورټونه ورکړي چې پاکستان او ایران ته به سفرونه نه کوي .

په قطر کې طالب سرچینو د خبریال ډاټ کام همکار ته ویلي دي چې دا پنځه کسان چې تګ یې په شک کې دی ؛ محمدنبي ‌عمري ، ملا فاضل اخوند، عبدالحق وثیق، ملا نوري‌ صیب او مولوي خیرالله خیرخوا شامل دي .

سرچینه زیاتوي چې د طالبانو مشرانو ته د امیر خان متقي له لوري وړاندیز شوی چې د یادو پنځو کسانو لپاره ځانګړی اجازت واخلي‌چې پاکستان ته سفر وکړي .

له هغه وروسته بیا په قطر کې د طالبانو ددفتر سیاسي‌ مرستیال مشر ښاغلي‌ستانکزي  د یادو کسانو لپاره د ځانګړي‌اجازت اخیستلو هڅي‌پیل کړې .

د خبریال ډاټ کام همکار ته په قطر کې طالب سرچینو ویلي چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر نه غوښتل چې پاکستان ته سفر وکړي ،خو د پاکستاني چارواکو له لوري ‌تر سخت فشار لاندي شواو سفر یې وکړ .

که څه هم ملا عبدالغني برادر مخامخ انکار کړی ،خو د امیر خان متقي او ځینو نورو طالب مشرانو له لوري ‌سخت مجبور کړل شوی وو.  .

په قطر کې طالب سرچینې وا‍يي چې له دغې ډلي سره به ملا عباس ، لطیف منصور او د ملا محمد عمر ورور ملا منان په پاکستان کې یوځای شوي‌او اټکل دی چې دوی به د پاکستان له چارواکو سره یوځای له امریکا يي پلاوي‌سره هم لیده کاته وکړی .

په قطر کې طالب سرچینې وايي چې ددې سفر قانوني مشر که څه هم ملا برادر بلل کېږي ،خو د سفر ټولي چاري‌او د برابرولو او هلته د ملاقاتونو پرېکړي د امیرخان متقي له لوري ‌کېږي چې پاکستان ته نېژدې کس بلل کېږي .

کار پوهان وايي چې اوس پاکستان په ښکاره ډول دسولي‌ کریډیټ له طالبانو واخیست او نور به هغوی یوازي‌ د پاکستان تر سیوري لاندي‌ پرېکړي‌کوي .

تر دې وړاندي‌هم طالبان پاکستان ته مجبور بلل کېدل خو په دغه سفر سره ثابته شوه چې طالبان د پاکستان له غوښتنو پرته پرېکړي‌نشي‌کولای .

Your SEO optimized title page contents