fbpx

انډي مولز د کریکټ بورډ د غوراوي کمیتې مشر ونومول شو

خبریال وېبپاڼه / ۴ اکټوبر ۲۰۱۹ – د افغانستان کریکټ بورډ ادارې په خپلې رسمي فیسبوک پاڼې د لوبغاړو غوراوي کمیټې د مشر په توګه د انډي مولز د ټاکل کېدو خبر خپور کړی دی. انډي مولز تردې وړاندې د کریکټ بورډ د غوراوي کمیټې د غړي په توګه کار کولو.

۵۸ کلن انګلستاني انډي مولز چې له ۲۰۱۴ میلادي کال د سپټمبر میاشتې راهیسې یې د افغانستان له کریکټ بورډ ادارې سره کار پیل کړی دی، په دې موده کې په مختلیفو برخو کې ازمویل شوی. په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د ملي لوبډلې مشر روزونکی، دارنګه د ۱۹ کلنې لوبډلې کوچ هم پاتې شوی دی. کله چې د انګستاني مولز کاري موده پای ته ورسېده، د وخت د کریکټ بورډ ادارې مشر مشر نسیم الله دانش یې د کاري مودې د نه غځېدو وویل.

باید وویل شي چې څو میاشتې وړاندې د جون په میاشت کې هم د یادې کمیټې د مشر په توګه د انډي مولز په اړه رسنیو کې خبرونه خپاره شوي وه. انډي مولز د کریکټ په نړۍ کې ۲۵ کاله تجربه لري. نوموړی په ۱۹۶۱ میلادي کال د انګلستان په واروېکشایر سیمه کې زېږېدلی دی، چې دا وخت یې عمر ۵۸ کاله دی.

هیره دې نه وي، چې کرکټ بورډ ادارې ښاغلی مولز نه یوازې د ملي لوبډلې، بلکې ایمرجنګ، الف او له ۱۹کلنو کم عمره لوبډلو د غوراوي کمېټې د مشر او کرکټ ډایریکټر په توګه ګومارلی. د یادونې وړ ده چې په وروستیو څو کلونو او میاشتو کې د افغانستان د کریکټ بورډ په اداره کې د بل هر وخت په پرتله بدلونه ډېر رامنځته کیږي، ان همدا پرون په کې د کریکټ بورډ ادارې د نوي رییس د ټاکلو اوازې خپرې شوې. در یاد دې وي، چې نېږدې دوه ورځې وروسته د افغان کریکټ د تر ټولو مهم شپږیزې لیګ سیالي پيلیږي.