fbpx

په امریکا کې یوه الوتکه راولوېده

خبریال ډاټ کام نیویارک / ۴ اکتوبر ۲۰۱۹- په امریکا کې یوه الوتکه رانسکوره شوې ده چې تلفات هم لري .

په نیویارک کې د خبریال ډاټ کام همکار د امریکا يي رسنیو له خولې وايي چې الوتکه له انډیانا پولیس  ایالت نه  د میشیګان  ایالت  لانسینګ  ښار ته پر لاري وه چې په ناببره توګه رانسکوره شوه .

تر دم ګړیه ددغې راولوېدلې الوتکې علت نه دی روښانه خو ځايي پولیسو تر اوسه ددریو کسانو د وژل کېدو او دریو نورو ټپي‌کېدو خبره تایید کړې ده .

دا یوه کوچنۍ یو ماشینه الوتکه وه چې د رالوېدلو پر علت یې پلټنې پیل شوې دي .

په نړۍ کې د الوتکو درالوېدو پېښي ډېري‌لږ کېږي خو که وړه یا لویه الوتکه رانسکوره شي بیا یې خبر د نړۍ تر هر ګوټ پوري رسي .

امریکا یو دنړۍ له هغو هیوادونو ده چې تر بل هر هیواد زیاتي شخصي الوتکي ورکي شته دي .

هلته بډای خلک په خپلو الوتکو کې سفرونه کوي او تر ډېره بریده د وړو الوتکو لپاره د هر ایالت په نېژدې هره سیمه کې واړه هوايي ډګرونه شتون لري .

په زړه پوري‌داده چې هره وړه او لویه الوتکه د امریکا د رادارو له سیستم سره وصل وي‌او په فضا کې د هري‌الوتکې د تګ راتګ هره دقیقه او ثانیه څارل کېږي .

که څه هم امریکا په فضا کې تر نورو وړاندي بلل کېږي خو بیا هم وخت ناوخته د الوتکو درالوېدو ورته پېښي کېږي .

ننۍ پېښه د امریکا پر وخت د سهار پر شاوخوا نهه بجې شوې ده .‌

د پېښي قربانیان د پیښې ټپیان د لانسینګ  ښار  روغتون ته انتقال شوي‌ دي.

امریکا يي رسنیوته  د لانسینګ  ښار د ریګن د هوايي  ډګر  ویاند  ویلي‌ دي‌ چې په الوتکه کې یو پیلوټ ، د پيلوټ مرستیال  او ۴ تنو مساپرو  شتون درلود.

عمومآ په نړۍ کې دالوتکو درالوېدو هره وړه او لویه پېښه پلټل کېږي چې په راتلونکو کې دورته پېښو مخنیوی شونی شي .

ددغې وروستۍ پېښي د پلټنو لپاره هم هڅي پیل شوې دي .

تر اوسه لا روښانه نه ده چې ددې الوتکې درالوېدو علت په څه کې وو.

البته دا خبره ښکاره شوې ده چې را پرېوتې الوتکه خپل منزل ته ډېره نېژدې شوه وه چې پر ځمکه را وغورځېده .

د پېښي د سیمي انځورونه په امریکا يي رسنیو کې ښکاره کېږي چې ټوله سیمه امنیتي ځواکونو او هم داراز څېړونکو په ولکه کې اخیتسې ده .

تر اوسه پوري د تپیانو د روغتیا يي حالت په اړه څه نه دي ویل شوي او دروغتون ویاند ویلي دي‌چې دا به تر وخت وړاندي‌وي چې د ټپیانو د روغتيا په اړه اوس وغږېږو.‌