fbpx

د ټاکنو د څار بنسټونه فیفا او ټیفا د ډاکتر عبدالله ملاتړ کوي

خبریال وېبپاڼه / ۴ اکټوبر ۲۰۱۹ ـ که څه هم د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې تېرې شوې او تر اوسه یې پایلې نه دي اعلان شوي، خو د ډېرو هغو بنسټونو په اړه چې باید په ټاکنو کې بې طرفه پاتې شوي وای، ویل کېږي، د یوه ځانګړي نوماند ملاتړ کوي. له دې ډلې ټیفا (د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ) او فیفا (د افغانستان د ازادو او عادلانو ټاکنو بنسټ) هغه دوه بنسټونه دي چې په افغانستان کې د ټاکنو د خپلواکو څارونکو په توګه کار کوي، خو دوی اوس په پټه او ښکاره له نوماند ډاکتر عبدالله څخه ملاتړ کوي.
د دې دوو بنسټونو ترڅنګ د افغانستان د څار بنسټ هم چې په ټاکنو کې د څارنې مسولیت لري، د ډاکتر عبدالله د کمپاینرانو په څېر تبلیغات کوي. د دې بنسټ مشر پرون له رسنیو سره په مرکه کې ویلي و چې د پنځه ولایتونو بایومېټریک ماشینونه ورک شوي دي، خو دا چې خبره یې رښتیا نه وه او ثبوتونه یې نه درلودل، وروسته یې ټولو رسنیو ته زنګونه کول او زارۍ یې ورته کولې چې د ده له قوله لیکل شوي راپورونه دې له وېبپاڼو لرې کړي او په نورو برخو کې دې هم نه خپروي.
ټیفا بنسټ چې مشر یې جمېعت ته تمایل لرونکی نعیم ایوب زاده دی، له ټاکنو مخکې یې د عبدالله په ګټه یوه داسې سروې خپره کړه چې نوموړی یې مخکښ نوماند اعلان کړ. ویل کېږي د دوی ترمنځ د پیسو ډیل شوی و چې دوی به د خلکو په نوم یوه سروې خپروي او بیا افغانانو او نړۍ والو ته داسې ښيي چې دا افغانستان شموله سروې ده او ډاکتر عبدالله تر ټولو نوماندانو مخکې دی.
د پوهنتون استاد ظریف امین یار وايي، په یوه سیاسي بحث کې چې دی او د ټیفا مسوول نعیم ایوب زاده یې ګډونوال وو، ایوبزاده په دولت جوړونکي ټیم ښکاره تورونه لګول، خو د ثبات او همپالنې ټیم دفاع یې کوله.
یوازې په مرکز کابل کې نه، په ولایتونو کې هم د دې څارونکو بنسټونو مشرانو او کارکوونکو یوه ځانګړي نوماند ته کار کاوه. په پکتیا کې د فیفا مشر احسان الله حمیدي چې په یوه کمپایني غونډه کې یې له عبدالله ملاتړ کړی و، عکس یې د ډاکتر عبدالله په پاڼه هم شته، خو نوموړي بیا له رسنیو سره په پکتیا کې د فیفا د مسوول په توګه د ډاکتر عبدالله د خولې خبرې وکړې او ادعا یې وکړه چې په دې ولایت کې ډېره درغلي شوې ده. د احسان الله حمیدي په اړه ویل کېږي چې د پکتیا د پوهنې ریاست کې د IT برخې مسوول دی او له یوې موسسې سره هم کار کوي.


دا یوازې د پکتیا مسوول نه دی، بلکې په ډېرو ولایتونو کې د ټاکنو د څارونو بنسټونو مشران داسې کسان ټاکل شوي و چې یوه ځانګړي نوماند ته يې تمایل درلود او هغه ته یې کار کاوه.
له یوه ځانګړي نوماند څخه ملاتړ په ټاکنیزو څارونکو بنسټونو د عامو خلکو باور کم کړی دی او که دوی داسې د نورو په دېکتو روان وي، دا باور به بیخي له منځه لاړ شي.

Your SEO optimized title page contents