fbpx

له تښتېدلو دوو خرونه یو څنګه پولیسو وواژه؟

خبریال ډاټ کام جرمني / ۴ اکتوبر۲۰۱۹- له اوږده جدوجهد وروسته پولیسو ته امر وشو چې تښتېدلی خر دي ووژني .

دخره د وژلو حکم په اساني پولیسو ته نه ورکول کېدو ،خو چې کله خره انسانانو ته زیاتي ستونزي پېښي کړې نو د هغه د ویشتلو امر وشو.

ددغه ګوره خره یعني زېبرا د ویشتلو او وژلو عملیات د چارشنبې په سهار په داسي‌مهال تر سره شول چې یو لوی عمومي سړک دواړو خواوو ته بند وو او د انساني ژوند د ګډوډولو جزا هم دغه خره ته ورکړل شوه ، خو د همدغه خره بل تښتېدلی ملګري ځان پولیسو ته تسلیم کړو .

وژل شوی خر د آلمان په شمالي ایالت مېکلنبورګ فورپومین کې د سه شنبې په شپه د یوه سرکس له تبیلي په تېښته بریالی شو.

له ده سره د هغه یو بل ملګری خر هم موجود وو.

وژل شوي خره د انسانانو ژوند ته د ګواښ پېښولو هڅه وکړه او د (A20) په نوم د لويي لاري سړک ته د چپه لوري‌ ووخوت .

پولیسو چې څنګه خر په کېمرو کې ولید د خبرداري اعلانونه یې خپاره کړل . خو له هغه خبرداریو سره سره د خره له کبله د موټر ټکر پېښ شو.

په المان کې (A20) یو مصروف سړک دی چې د وژل شوي‌خره له کبله نیم ساعت په بشپړه توګه تړل شوی وو.

پر دغه سړک د موټر سرعت کټرول نه دی او خلک خورا تېز تګ پر کوي .

پولیسو خر څاره چې له سړک نه تر لیري کېدو سمدستي وروسته له خپل بل تښتېدلي‌ ملګري‌سره یوځای شو .

هلته په ځنګله کې انتظار خره ځان پولیسو ته تسلیم کړ ، خو وژل شوي‌خره بیا هم هڅه کوله چې د پېښي له ځای نه پښې سپکي کړي‌او د قانون نه وتښتي .

د جرمني رسنۍ وايي‌چې پولیسو د دغه ګوره خره د نیولو پوره هڅه وکړه ،خو ونه توانېدل نوځکه یې مجپورآ‌ډزي‌ورباندي وکړې او خر یې وواژه .

دغه د سرکس دوه خره چې د سه شنبې په شپه تښتېدلي‌وو یو یې بېرته د آلمان په شمالي ایالت مېکلنبورګ فورپومین کې سرکس ته وسپارل شو.

دا په اروپاکې د خپل انداز نوې او یوه بیله پېښه ده چې وشوه .

دا ډول پېښي په اروپايي‌هیوادونو کې ډېري لږ کېږي او دلته په اروپاکې د خرو شمېر هم ډېر لږ دی .

دلته له خرو نه دبارونو په وړلو کې کار نه اخیستل کېږي بلکه په سرکسونو او د حیواناتو په پارکونو (باغ وحش) کې ترې کار اخیستل کېږي .

په اروپا کې د خرو شمېر ډېر لږ دی .

په افغانستان او نورو غریبو هیوادونو کې دخرو نه د سورلۍ او بار وړلو پّ چاره کې کار اخیستل کېږي‌او په پاکستان کې بیا بیا د غوښو د پلورلو په تور قصابان نیول شوي دي ،خو په اروپاک کې یې د هر ډول ژغورلو هڅه کېږي .

Your SEO optimized title page contents