fbpx

د طالبانو تحریک پښتنو ته څه ورکړي؟

خبریال وېبپاڼه / ۴ اکټوبر ۲۰۱۹ ـ طالبان له تېرو دوه نیمو لسیزو راهیسې د افغانستان په سیاسي او جنګي فضا کې اوسېدلي دي او اوس هم جګړه کوي. دې ډلې د «اسلامي امارت موږ ته څه را کړي؟» په نوم په دې وروستیو کې یو کتاب خپور کړی چې سر تر پایه د دې تحریک په ستاینو ډک دی، طالبان خپله هغه دوره چې له ټولې نړۍ او ترقۍ سره یې دروازې بندې کړې وې، د افغانستان لپاره تر ټولو ښه دوره بولي، دوی که د روغتون مشر ملا شېرعلي حنیفي ټاکلی او یا که د دفاع، بهرنیو چارو او لوړو زده کړو وزیران یې اخندان (نیمچه ملایان) وو، پر ځای پرېکړه یې بولي، خو طالبان چې ویل کېږي، ډېر یې پښتانه دي، خپله پښتنو ته یې څه ورکړي دي؟
۱ـ د طالبانو له وجې په پښتنه خاوره له ډېرو کلونو راهیسې اور بلېږي، کله دوی عام خلک را ونیسي او د جاسوس په نوم د موچي په تار یې حلال کړي او کله د دوی په سبب عام پښتانه بمبارد شي، د پښتنو په سیمه کې د دوی موجودیت سبب شوی چې د ملکیانو مرګ ژوبله ډېره شي او د پښتنو ژوند د ناامنیو په ناکراریو کې تېر شي، که دوی نه وای، نه په پښتنو بمبارد کېده او نه به چاپې پرې لوېدې، مثال په بامیانو او پنجشېر کې چې طالبان نشته، نه بمبارد شته، نه چاپې، معنی په پښتنه خاوره چې نن کومه ناروا کېږي، په هغه کې خامخا علت او معلول طالب دی، بل څوک نه دی.
۲ ـ طالبان چې له وېرې په خپلو کورونو کې اوسېدلای نه شي، ډېر یې ځي د نورو په کورونو کې شپې اړوي، له یوه کلیوال ملګري مې اورېدلي و چې طالبان اوس په مېلمستونو کې هم نه ویده کېږي، ځکه کېدای شي عسکر پسې ورشي، په دې خاطر غوښتنه کوي چې دننه په کور کې ځای ورته برابر شي، بیا که د دې کس په کور هره ټکه را ولوېده، چاپه پرې راغله یا بمبارد پرې وشو، نو اوازې خپرې کړې چې دا خو طالبان نه وو، ملکي خلک وو.
۳ـ طالبان چې د پښتنو په خاوره جګړه کوي، خپل رزق هم د غریبو پښتنو په دسترخوانونو کې لټوي، دوی د شپې په یوه بجه هم د خلکود کورونو دروازې ور ټکوي او ډوډۍ ترې غواړي، غریب خلک دا ځان ته یو مجبوریت بولي چې طالب ته ډوډۍ ورکړي، که کوم کس نه او نو وکړي، ژوند یې له خطر سره مخ کېدلای شي، نو په داسې یو حالت کې هغه مجبور دی چې خپله مېرمن په نیمه شپه را پاڅوي او د طالبان د ګېډې مړولو غم وکړي.
۴ ـ د طالبانو په بیا را پیدا کېدو سره په پښتنو ولایاتو کې د بیا رغوونې ډېرې پروژې په ټپ ودرېدې، هغو موسساتو چې غوښتل د پښتنو په کلیو کې ښوونځي، روغتونونه، کلینیکونه، سړکونه، پلونه، استنادي دېوالونه، بندونه او نور عامه تاسیسات ورغوي، د طالبانو له خوا یې کار ودرول شول او که د پیلیدو غوښتنه یې وشوه، دوی یې د کار مخالفت وکړ، خو هغو موسساتو ته یې د کار اجازه ورکوله چې دوی ته یې باج ورکاوه، ډېرو موسسو چې د باج پیسې ورسره نه وې یا یې نه غوښتل چې باج ورکړي، د پښتنو په سیمه کې یې خپلې پروژې ودرولې او د افغانستان شمالي او مرکزي امن سیمو ته یې ولېږدولې، یعنې د ډالرو په باران کې هم پښتانه د طالب په سبب له ډېرو پروژو بې برخه پاتې شول. که چېرې دا پروژې عملي شوې وای، هم به د پښتنو کور او کلي جوړ شوي وای او هم به ډېرو پښتنو د کار زمینه پیدا شوې وای.
۵ ـ له ښوونځیو او تعلیم سره مخالفت هم طالبانو د پښتنو په سیمه کې وکړ، دا ډله که څه هم په ظاهره دا اقرار نه کوي، خو واقېعت دا دی چې طالب د ښوونځي او پوهنتون تر ټولو ستر مخالف دی. زموږ په سیمه کې چې طالبان را پیدا شول، اول یې د نجونو ښوونځی وسوځاوه او په دې ډول یې خپل موجودیت څرګند کړ، دغسې دوی د افغانستان په ډېرو نورو ولایتونو کې هم ښوونځي د اور خوراک کړل، همدا اوس د طالبانو تر حاکمیت لاندې په پښتني سیمو کې په سلګونو ښوونځي تړلي دي او که خلاص هم دي، د طالبانو ټرېنېنګ سنټرونه ترې جوړ دي، معنی دا چې ماشومان او تنکي ځوانان په کې هڅول کېږي چې طالبي فکر ته تمایل پيدا کړي، زموږ یو خپل چې په کلي کې د ښوونځي زده کوونکی دی، څه موده مخکې راغلی و، ویل یې استاد مو طالب دی، هره ورځ چې راځي، وايي، یو زېری درته لرم، هغه دا چې نن دومره عسکر مردار شول، نه هغه ولسوالۍ فتحه شوه … ښه نو له داسې استاد څخه به زده کوونکي څه زده کړي؟
۶ ـ طالبانو پښتانه د ژوند له ډېرو لومړنیو امکاناتو هم محروم کړي دي، همدا اوس د پښتنو په سیمو کې د طالب له وجې ډېر کم مجهز روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي او که جوړ هم دي، لایقه ډاکتران په دې خاطر نه ورځي چې هلته طالبان دي او دوی نه غواړي خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
۷ـ د پښتنو په سیمه کې د طالبانو له وجې د ډېرو مخابراتي شبکو فعالیتونه یا بند دي او یا هم که کوي یې، یوازې د څو ساعتونو لپاره وي، که د شپې لخوا چا ته څومره لویه ستونزه پیدا کېږي، هغه نه شي کولای چا ته زنګ ووهي او مرسته ترې وغواړي، ځکه طالب جان انتونه بند کړي وي.
۸ ـ د نورو حقونو ترڅنګ چې طالبانو پښتانه ترې محروم کړي دي، د رایې حق یې هم ترې اخیستی دی، همدا اوس په ډېرو پښتنو سیمو کې رایه نه کارول کېږي او پښتون کاندید مجبور دی د تاجکو، ازبکو او هزاره ګانو د رایو د خپلولو په خاطر د هغوی غوښتنې ومني، که پښتنو رایه ورکولای شوای، بیا به هېڅ پښتون نوماند اړ نه وي چې نورو ته زارۍ وکړي او رایه ترې وغواړي، دا چې د غزني په پارلمان کې پښتانه ټول ناکام شول او که سبا په لویه سطحه د رایو په برخه کې پښتانه ماته خوري، یوازېنی سبب به یې طالبان وي.
لیکوال: محمد خالد رحیمي