fbpx

د خپل ژوند بدلولو لپاره دا ۵ ټکي په پام کې ونېسئ.

خبریال وېبپاڼه / ۵ اکټوبر ۲۰۱۹ ـ

لېکنه: جان سي مکسویل

ژباړه: جان اغا بهار

جان سي مکسویل لیکي، «هیله» د ټولو بدلونونو بنسټیز اصل دی. د دې لپاره چې تاسې په خپل ژوند کې مثبت بدلون تجربه کړئ، اړتیا ده چې خپلې هیلې بدلې کړئ. هغه خلک چې خپلې هیلې نه بدلوي، دوی په حقیقت کې د خپل خراب ژوند د بدلون په لټه کې نه دي. تاسې په خپل ژوند کې د هغه بدلونونو مسوولیت په غاړه لرئ، چې تاسې یې غواړئ.

څومره ښه خبر!

تاسې کولای شئ، خپل ژوند کې بدلون رامنځته کړئ؛ خو که له زړه یې وغواړئ/ اراده یې ولرئ. د ښه ژوند کولو لپاره لارې ــ چارې شته، ایا تاسې چمتو یاست، چې زه درته دا لارې در وپېژنم؟ له همدا نننه یې تمرین کړئ. هیله ولرئ، بدلون تجربه کړئ.

لومړی ګام:

خپل فکر بدل کړئ، په دې سره به ستاسې عقاید او باورنه بدل شي.

بدلون له فکر سره پیل کیږي. عقیده د هغه محصولاتو په پرتله ډېره نه ده چې تاسې یې په اړه د یوې اوږدې مودې لپاره فکر کوئ، دا خبره تل په یاد لرئ. عقاید او باورونه د فکر محصول دی، کله چې تاسې د فکري بدلون پروسه طې کوئ، د یو ښه او سالم فکر لوري ته ورځئ، هر ګام اخېستل مو په دې لار کې د بدلون پر وړاندې شته موانع او خطرات کموي، باالاخره بریالي کیږي چې فکري بدلون په ښه شکل مدیریت کړئ.

دوهم؛

کله چې تاسې خپل باور بدل کړ، په دې سره به ستاسې هیلې بدلې شي.

باور هغه پوهه ده چې مونږ یې پر مټ هرڅه کولای شو. باور یو دروني احساس دی، کوم چې مونږ ته وړتیا او ځواک راکوي، په دې مو ډاډه کوي چې مونږ(پلانی) کار کولای شو، هو کولای یې شو؛ مونږ یې کولای شو. کله چې پر ځان د یو کار د ترسره کولو باور ولرو، فرصتونه راته اسانه کیږي، او په حقیقتونو بدلیږي. زمونږ باور زمونږ ټولې چارې کنټرولوي، که باور راته وایي چې مونږ یې کولای شي، یا هم راته وایي چې نشو یې کولای دواړه حالته سم دي، مونږ باید هغه لوری وټاکو کوم چې هم زمونږ او هم د ټولنې لپاره ګټور وي.

دریم؛

کله چې تاسې خپلې هیلې بدلې کړئ؛ خپل چلند هم ورسره بدل کړئ.

زمونږ هیلې زمونږ چلند او برخورد ټاکي. که چیرته مونږ هیلې ونه لرو، اصلاً چلند نه رامنځته کیږي. د یو کار د ترسره کولو لپاره چې کله زمونږ په وجود کې هیله راوزیږي، بیا د هغه هیلې د پاللو لپاره اړتیا ده چې چلند او لاره وټاکو. نوموتی عالم نیلسن بوسویل وایي«د بریا په لور لومړی او خورا مهم ګام هیله ده، چې موږ بریالي شو».

څلورم؛

کله چې تاسې خپل چلند بدل کړ؛ نو خپل فعالیتونه ورسره بدل کړئ.

ډېری کله مونږ و تاسې خپل باور، هیلې او چلند بدل کړو، اما هدف ته د رسېدو لپاره خپل فعالیت او لاره ـ چاره نه بدلوو، چې دا هم یوه جدي مانع کېدلای شي او نشو کولای هدف ته ورسېږو. مونږ باید خپلو موخو ته د ورسېدو لپاره بېلابېلې لارې وټاکو، نه دا چې د هماغه یوې لارې څخه د ورسېدو تیروتنه بیا ــ بیا تکرار کړو. مونږ په دې پوهیدلي یو چې په دې لاره کې ستونزې شته او همدا ستونزې زمونږ د چارو پر وړاندې ننګوونې او موانع دي؛ نو بیا ولې په هغه پخوانۍ لاره ځو، اړتیا ده چې نورې لارې تعقیب کړو. یوازې سترګې خلاصول پکار دي.

پنځم؛

کله چې تاسې خپل فعالیت بدل کړئ، په دې سره ستاسې ژوند بدلیږي.

دا دومره ګرانه خبره نه ده چې ناکامي په کامیابي بدله کړو، دا کار ممکن ده. کولای شو، تر ناکامۍ وروسته د کامیابۍ لپاره خواري وکړو. ځکه تر هغې چې ناکامي تجربه نه کړې، د کامیابۍ په خوند نه پوهیږي، یا کامیابېدلای نشي. خو ستاسې پام یوې مهمې خبرې ته را اړوم او هغه دا چې کوم خلک چې د کامیابۍ لپاره عذرونه او دلیلونه لټوي، هېڅکله نشي بریالي کېدلای.