fbpx

مسافرو ته یوه ډېره مهمه نسخه!

خبریال وېبپاڼه / ۵ اکټوبر ۲۰۱۹ ـ

مسافري سخت کار دی. که له مسافرو وپوښتئ، درته به ووایي د دنیا تر ټولو سخت کار مسافري ده. په پښتو ادبیاتو کې د مسافرۍ په اړه عجبې لنډې او شعرونه راغلي. وایي د زړه غوښي وچوي، ان معشوقه په کې خپل میین ته وایي چې ته مسافرۍ ته ځي، چاړه راوخله ما حلاله کړه، ځکه جدايي نشم زغملی.

مسافرۍ ته دې ځان جوړ که

چاړه راوخله ما حلاله کړه میینه

راز یې دا دی چې په یوه کور، کلي او ښار کې ژوند، اړیکې، تګ ــ راتګ او بیا د مودو ــ مودو لپاره خپل کور، کلی، ښار او وطن پرېښودل درېغه خفه کوونکي دي. د کورنۍ د نورو غړو په پرتله مور بیا ډېره زهیره کیږي.

 ژاړي هم، خفګان هم کوي؛ داسې پېښې هم شوي چې د خپل اولاد په جدایي کې ناروغه شوې، ان ژوند یې بایللی دی.

بلخوا بیا هغه کس چې مسافر کیږي نوموړی هم له خپلې کورنۍ د جدایي وختونه نشي زغملی، په خاص ډول هغه وخت چې د سفر موزې یې په پښو کړي وي، او د کورنۍ غړو سره خدای په اماني کوي، نودا شېبې لکه کوچینی قیامت پرې تېریږي، سترګې له اوښکو ډکې ــ ډکې کیږي، ان په اننګو یې څاڅي او تر ګریوانه ځان رسوي.

نو دا وخت یې کورنۍ لا نوره هم خفه کیږي. د دې لپاره چې خدای په امانۍ په وخت مو له سترګو اوښکې ونه څڅي، او کورنۍ غړي مو د بیلتانه اوښکي ونه ویني، ښه ده چې خپلې سترګې په پورته توګه خلاصې کړئ.

مه یې رپوئ، دا کار تر وروستیو وکړئ، سر ډېر مه ښوروئ؛ مصنوعي خندا وکړئ. ځان خوښ ښکاره کړئ، مخه ښه ژر ــ ژر وکړئ، قدمونه چالاکه واخلئ، د امکان تر حده په تلو ــ تلو کې شاته مه ګورئ او که ګورئ، د خدای په امانۍ لپاره ښي لاس پورته کړئ، ویې ښوروئ.

چې د سبا سترګه راخیژي

ما به پنډوکی د سفر تړلی وینه.