fbpx

ارګ د سولې په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې رد کړې دي

خبریال وېبپاڼه / ۵ اکټوبر ۲۰۱۹ – د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې د سولې روانې پروسې په اړه د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې د هغه شخصي نظر دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي تېره ورځ د سولې لپاره د پاکستان د هڅو هرکلی کړی و او ویلي و سوله لومړیتوب دی او هیله ده، چې پاکستان په دې اړه رښتیني او عملي ګامونه پورته کړي.

خو اوس د ولسمشر ویاند وايي د سولې لپاره ټوله پالیسي ارګ جوړه کړې ده او دوی یې عملي کوي.

د صدیقي په وینا افغان حکومت ته هغه خبرې د منلو وړ دي چې د افغانانو ترمنځ او د افغانانو په مالکیت وي.

د پاکستاني چارواکو او طالب پلاوي تر منځ پرون له لیدنې وروسته هم صدیقي ویلي وو چې پاکستان لا هم له هغې ډلې ملاتړ کوي چې لاسونه یې د خلکو په وینو سره دي.

صدیقي زیاتوي، له پاکستاني چارواکو سره د طالب پلاوي وروستۍ لیدنه د سولې له پروسې سره هیڅ ډول مرسته نه شي کولی.

هغه زیاته کړې، د یادې ډلې له مشرانو دا ډول هرکلی د دې سبب کېږي چې دوی له یو پیاوړي دریځه د سولې خبرو میز ته حاضر شي.

خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي لرې نه ده، چې د ښکېلو خواوو تر منځ د سولې خبرو اترو د بیا پیل لیدونکي شو.

ارګ تر دې وړاندې د پاکستاني چارواکو له لوري د طالب استازو هرکلی هم غندلی و او ویلي یې وو د اسلام اباد دغه کار د ټولو ديپلوماتیکو اصولو خلاف عمل دی.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې یوه میاشت مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ هغه مهال ودرولې، چې د کابل په شش درک کې یو امریکایي سرتېری او ۱۱ افغانان په یوه چاودنه کې ووژل شول.

د سولې پروسې د خبرو له درېدو وروسته دا د سیمې هېوادونو ته د طالب استازیو څلورم سفر دی چې کوي دوی له دې وړاندې طالب استازو تهران، چین او روسیې ته سفر کړی وو.

زلمی خلیلزاد هم د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ دوه ورځې وړاندې پاکستان ته رسېدلی دی او ددغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره به پر افغان سوله خبرې وکړی.

خو افغان حکومت په ټینګار سره وایي، رښتینې سوله هغه وخت راتلی شي کله چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

Your SEO optimized title page contents