fbpx

پاکستان خلیلزاد او طالبان سره کښېنول

خبریال ډاټ کام پښتونخوا/۵ اکتوبر۲۰۱۹ – په اسلام اباد کې طالب استازو له امریکا يي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي .

داناسته پرون د جمعې ورځ ترسره شوه او څه دپاسه یو ساعت یې دوام وکړ.

د طالبانو یوه لوړتبه مشر لا له وړاندي خبریال ډاټ کام ته ویلي وو چې طالب مشران به د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې له زلمي خلیلزاد سره ګوري .

نن رویټر خبري اژانس خبر ورکړ چې د جمعې په ورځ طالب مشرانو او زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې سره کتلي دي .

په پښتونخوا کې د خبریال ډاټ کام همکار وايي چې دلته فکر دادی چې ګواکې د طالبانو په نوم هرڅه پاکستاني چارواکي پر مخ وړي‌ او خلک وايي چې افغان حکومت دي د طالبانو پر ځای له پآکستان سره سوله وکړي .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي ویلي چې طالبان ژمن دي‌چې په قطر کې شوی هوکړه لیک عملي‌کړي‌.

په دوحه کې د یوه طالب مشر د نوم نه ښودلو په شرط خبریال ډات کام ته وویل چې له زلمي‌خلیلزاد سره ناسته مهمه وه ، او طالبانو دا پیغام ورکړ چې دوی د شویو ژمنو عملي کولو ته ژمن دي‌.

د طالبانو او زلمي‌خلیلزاد ترمنځ د خبرو نهه پړاونه په دوحه کې تر سره شوي ‌ووچې پر ټول هغو ولسمشر ټرمپ په یوه خوله خاوري واړولې .

تېره ورځ نړۍ والو رسنیو خبر ورکړ چې طالبانو د پآکستان دپوځ له مشر باجوه او د هغه هیواد د لمړي وزیر عمران خان سره هم لیده کاته کړي‌دي‌،خو وروسته د بهرنیو چارو وزارت دا خبره رد کړه .

طالبان داسلام اباد په سفر!

د طالبانو تحریک پښتنو ته څه ورکړي؟

د یادولو وړده چې هغه ویډیو دافغانانو سخته غوسه راوپاروله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي سره د پاکستان د استخباراتي شبکې ای ایس ای مشر ډګر جنرال فیض حمید هم له طالب استازیو سره په غېږ خورا تود روغبړ کوي.

په اسلام اباد کې ځايي خبریالان وايي چې افغانان باید پوی شي چې د طالبانو له تحریک سره پآکستان ښې اړیکي‌لري‌او ا موضوع اوس پټه نه ده پاتې .‌

د طالبانو پلاوی نن بیرته دوحې ته روان دی ،خو د ځینو طالب مشرانو هڅه داده چې پآکستان کې پآتې شي‌او خپل خپلوان وګوري .

پاکستاني  خبریالان وايي‌چې طالبانو ته همېشه پآکستان لار درلوده او دا مهمه خبره نه ده چې دوی داځل د یوه پروټوکول پر اساس اسلام اباد کې راڅرګند شو.

خو افغان حکومت د پاکستان دې اقدام سخت غوسه کړی دی.

افغان چارواکي‌وايي چې د طالبانو دداډول کړنو مخنیوی باید وشي .