fbpx

د هتېګ روشن او ټایګر شرف نوی فلم نندارې ته وړاندې شو

خبریال وېبپاڼه / ۵ اکټوبر ۲۰۱۹ – د هتېک روشن او ټایګر شرف لخوا نوي جوړ شوي فلم “جنګ” د بالیووډ د فلمونو په بکس افیس کې ځینې ریکارډونه مات کړل او په لومړي ورځ یې ۵۳،۳۵ کروړه هندۍ کلدارې ترلاسه کړې.

د جنګ په نوم دغه فلم چې د رخصتۍ په ورځ او د اکتوبر په دوهمه نېټه نندارې ته وړاندې شو،له ډیرو فلمونو وړاندې شو او ځینې مشهور فلمونه یې شاته پريښودل.

د جنګ په نوم فلم د امیتابچن-عامر خان-کترینه کېف لخوا په ګډه جوړ شوي سټېرر فلم،همداشان دېوالي فلم او تګس اف هندوستان فلمونه شاته پریښودل او هغوی ته یې ماتي ورکړه او په لومړۍ ورځ یې له هغوی زیاتې پیسې پرې لاسته راوړې.

یاد فلمونه تیر ۲۰۱۸ کال کې د رخصتیو د ورځو پر مهال نندارې ته وړاندې شوي وو،چې په لومړۍ ورځ یې ۵۲،۲۵ کروړه هندۍ کلدارې پرې ګټلي وې.

خو هتیک روشن او ټایګر شرف لخوا دغه جوړ شوی فلم د بهابولي او اېنډ ګېم فلمونو ریکارډ مات نشو کړلئ او له هغې وروسته دریم فلم شو چې په لومړۍ ورځ زیاتې پیسې ترلاسه کوي.

وار یا د جنګ په نوم دغه فلم اته ریکارډونه خپل کړل.

لوموړۍ: د هندي سینما په تاریخ کې تر ټولو کامیب او پرانیستونکی فلم وشمیرل شو.لدې وړاندې تر ټولو ستر پرانیستوونکي فلمونه تګس اف هندوستان،ټایګر زنده هی وو.

دوهم: د ایکټر هتېک روشن لپاره بیا دا تر ټولو کامیاب او خپور شوی فلم وشمیرل شو،لدې وړاندې د هغه کامیاب فلم د سېدهرت اناند سره په ګډه جوړ شوی فلم بنګ،بنګ و چې په ۲۰۱۴ کال کې نندارې ته وړاندې شوی و او په لومړۍ ورځ یې ۲۷ کروړه هندۍ کلدارې ګټلي وې.

دریم: ټایګر شرف لپاره هم، دا تر ټولو کامیاب فلم وشمیرل شو،لدې وړاندې د هغه کامیاب فلم “باغي” و،چې احمدخان سره یې یو ځای ډک کړئ و او د نمایش په لومړۍ ورځ یې ۲۵ کروړه پیسې ګټلي وې.

څلورم: د فلم ډایریکټر سېدهرت اناند لپاره دا تر ټولو کامیاب جوړ شوی فلم وګڼل شو.د نوموړي ددې وړاندې زیات کامیاب فلمونه بنګ بنګ، انجانا انجاني،بچنها اې حسینو،تارا روم پوم او سلام نامستي وو،چې هغه جوړ کړي وو.

پنځم: د رخصتۍ په ورځ تر ټولو کامیاب خپور شوی فلم وشمیرل شو، لدې وړاندې د رخصتۍ په ورځ نندارې ته کامیاب وړاندې شوی فلم د امیتابچن او عامرخان د تګس اف هندوستان فلم و.

شپږم: د YRF لپاره تر ټولو کامیاب فلم و.

اووم: تر ټولو اصلي پراډکټ څخه پکې کار اخیستل شوی فلم وشمیرل شو.

اتم: ګاندي جاینتی لخوا تر ټولو کامیاب خپور شوی فلم وشمیرل شو.

د جنګ په نوم دغه نوی فلم د دواړو فلمي ایکټرانو لخوا په ډیر مهارت سره جوړ شوی.

پدې فلم کې هتېک روشن لومړۍ افسر وي او وروسته بدمعاشۍ رول ته اوړي،خو ټایګر بیا پکې خپل عادي رول ته دوام ورکوي او ددې فلم ډیرې برخې جنګي صحنې لري،له همدې کبله جالب دی.

یاده دې وي چې ددغه فلم ډکونې پر مهال د فلم جوړونکو د یوه جنګي بيړۍ کې د فلم اخیستلو د اجازې لپاره شپږ میاشتې انتظار هم کړئ و.

دا فلم ډیر جالب پدې دی،چې په اوو هیوادنو کې جوړ شوی دی.

پخپله هتېک روشن او ټایګر له مینه والو غوښتنه کړې چې دوی سینما د نورو لپاره بې فضوله او اصراف ونه ګرځوي. جنګ فلم په زیاتې خوارۍ،وینې،خولو او په مینه جوړ شوی او مینه وال یې باید په ښه شوق سره په ترو سکرینونو ننداره کړي.

هتیک روشن پخپل ټویټ کې لیکلي: ” سلام مینه والو!، زه شخصا له تاسو څخه یوه غوښتنه لرم.چې جنګ فلم په وینې،خولو،مینې او په ډیرې خوارۍ سره ډک شوی دی.په مهربانۍ سره کله چې په سینما کې دغه فلم ننداره کوئ،له فضولي شیانو ډډه وکړئ،تر څو چې څوک فلم ننداره کوي،څه تجربه ترلاسه کړي او خوند ترې واخلي.تاسو ټول زما سره پدې کې وفادار پاتي شئ.”

د یادونې وړ ده چې وار یا د جنګ په نوم دغه فلم په څلور زره سکرینونو باندې نندارې ته وړاندې شو او ډیرو مینه والو لخوا یې ستاینه وشوه.

دواړو ایکټرانو او همداشان د فلم جوړونکو یو بل ته ددغه کامیابترین فلم مبارکیانې هم وړاندې کړي دي.

یاده دې وي چې په همدې ورځ د هالیووډ فلمي ټوکمار تېلګو لخوا سېیارا نرسیما رېډي په نوم فلم هم نندارې ته وړاندې شوی و،چې ۵،۷ کروړه هندۍ کلدارې یې ترلاسه کړي وې.

Your SEO optimized title page contents