fbpx

سږکال کونړ کې د چهارمغزو حاصلات ۲۸۰۰ ټنو ته رسېدلي

خبریال وېبپاڼه / ۵ اکټوبر ۲۰۱۹ – د کونړ ولایتي چارواکي وایي سږ کال په دې ولایت کې د چهارمغزو حاصل د پخوا په پرتله ډېر ښه وو.

د یاد ولایت د زراعت، اوبو لګوونې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي سږ کال باغوانان د چهارمغزو ښه خدمت کړی وی، نو ځکه یې د پخوا په پرتله حاصلاتو کې زیاتوالی راغی. د یاد ریاست مسوولین وایي، تیر کال په دې ولایت کې ۲۵۰۰ ټنه چهارمغز راټول شوي وه، چې سږکال ۳۰۰ ټنه زیات راټول شوي دي.

د کونړ زراعتي مسوولین وایي دهقانانو او باغوانانو سږکال په خپلو ځمکو کې د چهارمغزو ډېر نوي نیګالي هم کرلي دي.

یاد مسوولین وایي په بازارونو کې د کونړ د چهارمغزو یوه کیلو یې شاوخوا ۸۰ افغانۍ پلورل کیږي، چې په دې حساب کونړ کې د چهارمغزو کلنی عاید له ۲۲۰ میلونه افغانیو اوړي. باید وویل شي چې د هېواد په وچو میوو کې د کونړ چهارمغز چې په ختیځ کې په عامه ژبه ورته غوزان ویل کیږي، خاص ځای لري.

کونړ کې دا وخت په ۲۳۴ هکتاره ځمکه د چهارمغزو وني کرل شوي دي. کونړ او بدحشان د نورو ولایتونو په پرتله د چهارمغزو حاصلاتو کې مخکښ دي.

د کونړ ځایي اوسیدونکي بیا په دې ولایت کې د زراعت ریاست له مسوولینو غواړي چې د دوی چهارمغزو ته دې د مارکیټ موندلو په برخه کې خواري وکړي؛ ترڅو یې په ښه بیه وپلوري او ستړیا یې پرې ختمه شي.

ملک جانداد:

( مونږ د زراعت ریاست له مسوولینو غوښتنه کوو چې د کونړ غوزانو ته د مارکیټ موندلو برخه کې کار وکړي).

باید وویل شي چې د غوزانو د ونې لرګی هم ګرانیه دی، چې خلک یې د کورونو د زینت لپاره کاروي. تر دې ور اخوا د یادو ونو له پوستکې د دنداسې په توګه ګټه اخېستل کیږي، چې هم غاښونه پرې پاک کیږي او هم شونډو ته رنګ ورکوي.