fbpx

ننګرهار کې اورښتونو او سیلاب ځپلو کورنیو ته مرستې ورکول شوې

خبریال وېبپاڼه / ۵ اکټوبر ۲۰۱۹ – د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي په تیرو دوه ورځو ــ شپو کې په دې ولایت کې د سختو اورښتونو د ورېدو او راوتلو سیلابونو له کبله خلکو ته ځاني او مالي تلفات اوښي، چې دوی ورته د مرستو رسولو لړۍ پیل کړې ده.

چارواکي وایي په مرکز جلال اباد او ولسوالیو کې یې ۳ ماشومان ژوبل کړي، د اوسیدو ۹ کورونه یې ړنګ کړي، دارنګه سیلابونو ۲۶ سره څاروي وړي او نېږدې ۲۰۰ جریبه ځمکه یې زیانمنه کړې ده.

هغه ۳ ماشومان د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې ټپي شوي دي. د یادو پېښو په جریان په شینوارو کې یې د ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت د چرګانو یو فارم، کامې ولسوالۍ کې ۲۶ سره څاروي دارنګه کامې ولسوالۍ کې ۱۵۰ جریبه او مومندو کې بیا ۵۰ جریبه ځمکه سیلابونو وړې. په تخریب شویو ۹ کورونو کې یې ۲ په کامې او ۴ مومندو کې شامل دي.

باید وویل شي د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه پېښو پر وړاندې د چمتوالي کمیټې له لورې د پېښو د رامنځته کېدو سره سم مرسته او پاملرنه پیل شوه چې د اتمې ناحیې زیانمنې کورنۍ سره د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې له لورې د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته شوې او د ښاروالۍ له لورې د وسایطو په وسیله د سیلابونو د ګواښونو د مخنیوي په برخه کې اقدامات ترسره شول.

ولایتي اداره وایي دا وخت په ټولو هغه سیمو کې څېړنې راونې دي چې ذکر شوې پېښې په کې رامنځته شوې دي، او دوی به اړوند سیمو کې زیانمن شویو خلکو سره مرستې وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو څو ورځو کې د افغانستان ډیری ولایتونه د سختیو بارانونو، ږلیو او سیلابونو شاهدان وه.

Your SEO optimized title page contents