fbpx

په زابل کې په لومړي ځل د لوبډلو او لوبغاړو نيلامي ترسره شوه

خبریال وېبپاڼه / ۵ اکټوبر ۲۰۱۹ – د زابل کريکټ امریت او فعاله ځوان عبدالعليم ارماني لخوا د (زېټ پي ايل) يا زابل پریمير ليګ په نوم سيالۍ پرانيستل شوې.

ددغو سيالیو لپاره د لوبډلو او لوبغاړو پېر پړاو تیر ماښام د زابل مرکز کلات ښار په بادام ګل ماڼۍ کې ترسره شو، چې پکې ټولټال ۱۶۰ لوبغاړي نيلامۍ ته وړاندې شول او لدې ډلې يې ۱۲۰ لوبغاړي د شپږو بيلا بېلو لوبډلو مالکانو لخوا واخيستل شول.

په دې مراسمو کې د زابل ولايتي شورا رئيس حاجي عطاجان حقبين، ؛مدنى ټولنو غړو، تجارانو،فوټبال فدراسيون مشر او ژورناليستانو ګډون کړی وو، دوی د فعاله ځوان عبدالعلي ارماني لخوا ددغه نوي نوښت ستاينه وکړه او د پوره همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

د دوی په وينا چې د زابل کریکټ امریت فعاله ځوان عبدالعلي ارماني يو داسې ستر نوښت کړئ چې کورني کريکټ کې ساری نه لري.

د يادونې وړ ده چې د زابل پریمير ليګ سيالیو دغه شپږ لوبډلې د زابل بااحساسه مشرانو او ځوانانو لخوا اخيستل شوي او خپله سرمايه ګذاري يې د سپورټ په ډګر کې کړي ده.

د لوبډلو د پلور پړاو کې د ترنک قهرمانانو لوبډله د ولايتي شورا محترم رئيس حاجي عطاجان حقبيان لخوا واخيستل شوه سور غر اتلانو لوبډله د ملي تجار حاجي محمد هاشم مرغه وال لخوا واخيستل شو.

زابلستان لوبډله د زلمی صميم ساختماني او خدماتي شرکت مشر زلمي صميم لخوا واخیستل شوه، د شيخ متی زلمیان لوبډله د شملزو ولسوال حاجی عنایت الله توخي لخوا واخيستل شوه.

همداشان شاجوی بازان لوبډله د قومي مشر او ملي تجار حاجي نقيب الله شيرزي لخوا واخيستل شوه.
قلات ښاروالي لوبډله د قلات ښاروال انجینر حياتی لخوا واخيستل شوه

د يادونې وړ ده چې پدغه ۱۲۰ غوره شوو لوبغاړو باندې د مالکانو لخوا د ۲۰۰ افغانيو څخه نيولې ان تر ۶۵۰۰۰ افغانيو پورې بولي ترسره شوه او دوی يې خپلو لوبډلو ته جذب کړل.

اخيستل شوي لوبغاړي به۵۰ سلنه پيسې بيرته لوبډلو ته وربخښي او پاتې نورې پيسې که چيرې اول او دوهم مقام خپل کړي، د ليګ کميټې لخوا به يې ترلاسه کړي.

ياده ده وي چې دا زابل دغه نوي پريمير لیګ سيالۍ به په راتلوونکو څو ورځو کې رسما پيل شي او تر يوې مياشتې به دوام وکړي.