fbpx

د پاکستان حکومت د سلګونو پښتنو قاتل روا انور له زندانه خلاصوي

خبریال وېبپاڼه / ۶ اکټوبر ۲۰۱۹ – په پاکستان کې د شهید نقیب الله مسید او د سلګونه نورو پښتنو په قتل تورن د پولیسو مشر راو انور د پاکستاني حکومت له لوری له زندانه خوشې کېږي.

د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت غواړي چې د سلګونه پښتنو قاتل راو انور نوم له (ای سي ایل) لېست څخه هم وباسي څو له هېواده بهر سفرونه وکړي او د نوموړي د قضیې په تړاو محکمه یو ځل بیا کتنه کوي.

داسې ویل کیږي چې د عمر عطا بندیال په مشرۍ درې کسیزه ډله ټاکل شوې، څو د راو انور قضیې د بیا څېړنو غوښتنه وکړي چې دغه غوښتنه به د اکټوبر پر اوومه نېټه سبا ترسره شي.

له دې وړاندې هم د راو انور نوم په کنټرلو لیست کې موجود وو، هغه وخت هم له دغې لېست څخه د راو انور نوم د ویستلو غوښتنه محکمې ونه منله، خو اوس یو ځل بیا له محکمې د راو انور څلورکسیز پلاوی غواړي چې نوموړی له یاد لېست څخه وباسي.

په پاکستان کې پښتانه سیاسیون وایي، چې د راو انور خوشې کول او یاهم د سفر اجازت ورکول د سلګونه پښتنو په حق کې ظلم دی، دوی وایي راو انور باید هیڅ کله هم له دغې لیست څخه بهر نشي ځکه چې د سلګونو کسانو قاتل بلل کیږي.

د نقیب الله مسید په قتل تورن د پولیسو مشر راو انوار باندې د سلګونه نورو کسانو د وژني تورونه هم دي چې نوموړی پکې لاس لري.

د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د کراچۍ د پولیسو مشر راو انور قبایلي ځوان نقیب الله مسید له ۳ نورو کسانو سره یوځای په شهادت ورسوه او تور یې ولګاوه چې هغوی له ترهګرو ډلو سره اړیکې درلودې.

خو د ترهګرۍ ضد محکمې د یو کال په اوږدو کې تر څېړنو او پلټنو وروسته پر نقیب مسید لګېدلي تورونه رد کړ او هغه یې بې ګناه بللی دی.

د دې ځوان د وژلو وروسته پر پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او نورو غړو یې د لاریونونو له لاري انقلاب رامنځته کړ او پاکستانی ریاست یې یو ظالم ریاست یاد کړ.

دغه راز د نقیب مسید وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مخکښ غړی ارمان لوڼي هم د پاکستاني ریاست له لورې په شهادت ورسېد خو د هغه قاتل هم یو پولیس دی خو لا یې هم قضیه نه ده څېړل شوې.

په پښتنو له هر ډول زیاتي وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د یوې سترې مبارزې لپاره راوتی دی منظور په دې وروستیو کې په پاکستان کې مېشت پشتانه ټول راویښ کړي او له پنجابي ریاست څخه د ۳۲ زره ورکو پښتنو پوښتنه کوي.