fbpx

د ټاکنو کمیسیون: په ټاکل شوې نېټه به پایلې اعلان شي

خبریال وېبپاڼه / ۶ اکټوبر ۲۰۱۹- د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې دوی د خپل مهال وېش له مخې په ټاکل شوې نېټه د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ او وروستۍ پایلې اعلانوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل وویل، له ولایتونو ټول اساسي ټاکنیز توکي مرکز ته رسېدلي دي او دوی خپلې چارې مخ ته وړي، خو وایي په هغه محلونو کې چې بایومتریک آلې ورکې شوې دي، جدي څېړنې کېږي او مسوولین به یې ځواب ویونکي وي.

ټاکنو کمیسیون مسوولین زیاتوي د دوی سیستمونه کولی شي بایومتریک او غیر بایومتریک رایې سره جلا کړي، نو ځکه د درغلۍ امکان نشته دی.

د ټاکنو کمیسیون غړي وایي، د حساسو ټاکنیزو موادو راټولول چې بایومتریک وسایل او د پایلو جدولونه هم پکې شامل دي، له امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ له ټولو ولایتونو له کومې ستونزې پرته کمیسیون ته رارسېدلي دي.

همدارنګه د ۲۱ولایتونو پایلې د پایلو د راټولولو ملي مرکز ته انتقال شوي چې له دغې ډلې د لسو ولایتونو پلازمېنه کابل، کاپیسا، پروان، وردګو، لوګر، ننګرهار، لغمان، پنجشیر،خوست او ارزګان) پایلې څېړل شوې دي.

د دغو ولایتونو په پایلو کې تر لسو زرو ډېر فورمونه شامل دي چې زیاتره یې د څېړنې، تصفیې او کاپي اخیستنې له پړاوونو تېر شوي او اووه زره نور فورمونه د راټولولو په ملي مرکز کې ثبت ته تیار دي.

د کمیسیون مسوولینو یو ځل بیا پر خپل دې دريځ ټینګار وکړ، چې یوازې بایومتریک شوې رایې د اعتبار وړ دي او له دې پرته نورې رایې باطلې اعلانوي.

کمیسیون دا هم وویل، د هغو محلونو رایې به نه شمېرل کېږي چې بایومتریک دستګاوې پکې ورکې شوې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ هم زیاتوي؛ چې تر اوسه څه باندې شل زره د پایلو پاڼې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په معلوماتي بانک کې ځای پر ځای شوي او هڅه کیږي، چې دا بهیر ژر پای ته ورسیږي.

د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې (مېزان) میاشتې په شپږمه ترسره شوې چې د ټاکنو کمیسیون د مالوماتو له مخې پکې تر دوه میلیونه ډېرو کسانو برخه اخیستې وه.

بلخوا پرون ولسمشر غني په کابل کې افغان ځواکونو ته د زر اپارتمانونو د وېشلو په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، تر راتلونکو دریو اوونیو پورې به نوی ولسمشر، چې د اعلانولو مسوولیت یې د انتخاباتي کمیسیونونو دی، د لوړې مراسم پرځای کړي.

ولسمشر غني تر دریو اوونيو پورې د ټاکنو د پایلو اعلان خبره په داسې حال کې کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مهالوېش له مخې د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې میاشتې په ۲۷ او وروستۍ هغه یې د راتلونکې میاشتې په ۱۶مه اعلانېږي.