fbpx

ننګرهار کې د ښوونکي نړیواله ورځ ونمانځل شوه

خبریال وېبپاڼه / ۶ اکټوبر ۲۰۱۹ – په ننګرهار ولایت کې د پوهنې ادارې له لورې د ښوونکي نړیواله ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه، چې په کې پیاوړو ښوونکو ته د اعزاز لونګیو او ډالیو ترڅنګ ستاینلیکونه هم ورکړل شول او د دوی په ویاړ لیکلې ترانې ورته ولوستل شوې .

د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلی دي چې په یادو مراسمو کې د ننګرهار والي،د پوهنې رئیس،عامې روغتیا مرستیال،د پوهنې اړوند همکارو مؤسسو مسؤلینو،د یو شمیر ښوونځیو مدیرانو، ښوونکو، زده کوونکو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.

په دې مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت ټولو ښوونکو ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه په دې ولایت کې د دندې د پیل سره سم ښوونکو ته د استوګنې نمرو د ورکړې په موخه هڅې پیل کړي دي.

والي میاخیل زیاتوي دا مهاله یې په اچین ولسوالۍ کې د ښوونکو د ښارګوټې پرانیسته کړه او د مرکزي ادارې په مرسته به د مراحلو له بشپړیدو وروسته د نورو ښارګوټو د ویش لړۍ هم پیل کړي .

میاخېل وایي، د تشکیل له مخې ننګرهار ۲۳ زره ښوونکو ته اړتیا لري،خو دا مهال په ښوونځیو کې د ۱۸ زره ښوونکو له لورې د تدریس چارې ترسره کیږي،چې د کمبود له مخې د پنځه زره نویو ښوونکو،زر تنو اجیرانو او زر تنو اداري کارکوونکو د ګمارنې په موخه یې په ملي کچه د تشکیل د ورکړې بحث پیل کړی دی .

شاه محمود میاخېل وړاندې وایي، د پوهنې ادارې د کیفیت او کیمیت دواړو برخو د ښه کولو په موخه یې کار پیل کړی چې په لړۍ کې سږ کال ۲۰۸ ښوونځیو ته ودانۍ جوړول پیل شوي چې د تاریخ په اوږدو کې په دې ولایت کې په دومره شمیر ښوونځیو ته ودانۍ جوړول لومړی ځل دی .

د ننګرهار پوهنې رئیس حسیب الله شینواري هم وایي، سږ کال یې د ۱۲ زره هغه ښوونکو قدمونو ته ارتقاع ورکړې چې له تېرو څلورو کالونو راهیسې پاتي وو او په وینا یې سږ کال یې د اوو سوو په شاوخوا کې نوي ښوونکي په دنده هم ګمارلي دي .

هغه زیاته کړه، د پوهنې په اداره کې یې د زده کوونکو ترڅنګ ښوونکو ته د مشتریانو په نوم مرکز پرانیستی چې له مخې د ښوونکو چارې په بیړني ډول ترسره کیږي .