fbpx

سرچینه: ۱۱ طالب قومندانان له ۳ هندي انجینرانو سره تبادله شوي

خبریال وېبپاڼه/ ۶ اکټوبر ۲۰۱۹ – د طالبانو مهمو سرچینو بي بي سي ته منلې چې په افغانستان کې یې ۱۱ بندیان له هغو دریو هندي انجنیرانو سره تبادله شوي چې په افغانستان کې د کار پر مهال تښتول شوي وو.

سرچینې وایي چې په خوشې شویو طالبانو کې د کونړ له پاره د دوی یو پخوانی والي شیخ عبدالرحیم او یو شمېر نور قوماندانان راځي.

دا هوکړه په اسلام آباد کې له امریکایي او پاکستاني چارواکو سره د جګپوړي طالب پلاوي په وروستیو خبرو پسې شوې چې په اسلام آباد کې له څو ورځو راهیسې روانې وې.

سرچینه لیکي د دوی ترڅنګ د حقاني کورنۍ یو غړی هم شته، عزیزالرحمن مشهور په احسان الله چې د سراج الدین حقاني خوریی کېږي او له ۱۲ کلونو راپدېخوا بندي و هم خوشې شوی.

دا په داسې حال کې ده چې نن پاکستاني رسنیو ادعا کړې وه چې په اسلام اباد کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب پلاوي ترمنځ په پرلپسې لیدنو کې دواړه لوري د بندیانو پر تبادلې سره سلا شوي دي.

د پاکستان یو خصوصي ټلویزیوني چینل هم د طالب سرچینو له قوله ویلي چې د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ لیدنو ته رسمي نوم نشي ورکولی خو تمه یې ښودلې چې رسمي خبرې به هم ژر پیل شي.

بلخوا د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي په وینا افغان حکومت ته هغه خبرې د منلو وړ دي چې د افغانانو ترمنځ او د افغانانو په مالکیت وي.

د پاکستاني چارواکو او طالب پلاوي تر منځ درې ورځې وړاندې هم له لیدنې وروسته صدیقي ویلي وو چې پاکستان لا هم له هغې ډلې ملاتړ کوي چې لاسونه یې د خلکو په وینو سره دي.

صدیقي زیاتوي، له پاکستاني چارواکو سره د طالب پلاوي وروستۍ لیدنه د سولې له پروسې سره هیڅ ډول مرسته نه شي کولی.

هغه زیاته کړې، د یادې ډلې له مشرانو دا ډول هرکلی د دې سبب کېږي چې دوی له یو پیاوړي دریځه د سولې خبرو میز ته حاضر شي.

ارګ تر دې وړاندې د پاکستاني چارواکو له لوري د طالب استازو هرکلی هم غندلی و او ویلي یې وو د اسلام اباد دغه کار د ټولو ديپلوماتیکو اصولو خلاف عمل دی.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې یوه میاشت مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ هغه مهال ودرولې، چې د کابل په شش درک کې یو امریکایي سرتېری او ۱۱ افغانان په یوه چاودنه کې ووژل شول.

د سولې پروسې د خبرو له درېدو وروسته دا د سیمې هېوادونو ته د طالب استازیو څلورم سفر دی چې کوي دوی له دې وړاندې طالب استازو تهران، چین او روسیې ته سفر کړی وو.

خو افغان حکومت په ټینګار سره وایي، رښتینې سوله هغه وخت راتلی شي کله چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.