fbpx

سبا سهار شپږیزه لیګ پیلیږي

خبریال وېبپاڼه / ۶ اکټوبر ۲۰۱۹ – د افغانستان شپږم پړاو شپږیزه لیګ سبا د اکتوبر پر اوومه نېټه د بندا میر ښامارانو او کابل بازانو لوبډلو ترمنځ د سهار په نهه بجو په کابل لوبغالي کې پیلیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، شپږیزې کرکټ لیګ سياليو د پرانستې مراسم چې ټاکل شوې وه نن ماښام شپږ بجې ترسره شوې وه، د ورښت له امله سبا ماښام وځنډول شول.

په شپږیزه لیګ کې ویل کېدل چې داځل به یوازې د افغانستان ملي او کورني لوبغاړي ولوبيږي، خو نن د بوست ساتونکو لوبډلې له لورې د زمبابوې تکړه توپ وهونکی برینډن ټایلر دعوت شوی او افغانستان ته رارسېدلی دی.

د شپږم پړاو شپږیزه لیګ کرکټ سیالیو لپاره د لوبغاړو د پېرلو یا ډرافټ مراسم څه وخت وړاندې د اګست پر دویمه نېټه په کابل کې ترسره شول.

د افغان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې شپږ واړو لوبډلو یو یو لوبغاړی د تېرې دوری څخه هم له ځانه سره ساتلی و او همدارنګه یې دوه لوبغاړي په ایمرجنګ لوبغاړو کې پخپله خوښه غوره کړل چې په مجموع کې هرې لوبډلې ۱۹ – ۱۹ لوبغاړي انتخاب کړل.

په دې سیالیو کې د شپږو زونونو لوبډلې کابل بازان، سپین غر زمریان، بند امیر ښامران، بوسټ ساتونکي، مس عینک اتلان او امو نهګان یو د بل پر وړاندې لوبیږي. او د دوی ترمنځ ټولټال پنځلس سیالۍ ترسره شي.

د کابل زون لوبډلمشر اصغر افغان، د سپین غر شفیق الله شفق، د بند امیر راشد خان، د مس عینک اتلانو محمد نبي عیسی خېل، د امو نهګان میرویس اشرف او د بُست لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب ټاکل شوي.

ټاکل شوې وه چې د شپږیزې کرکټ لیګ دا پړاو سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۶مه نېټه د کابل په نړیوال لوبغالي کې پېل او د اکتوبر تر اوومې نېټې به یې دوام کړئ وی، خو د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو له کبله اکتوبر میاشتې ته وځنډول شوې.

د شپږیزه کریکټ لیګ لومړۍ پړاو په ۲۰۱۳ کال کې د پنځو لوبډلو ترمنځ ترسره شوی و،چې د سپین غر زمریانو په اتلولۍ پای ته رسیدلی و.

په شپږیزه لیګ سیالیو کې زیاتې منډې شهزاد محمدي جوړې کړي چې ۷۶۲ دي او زیاتې ویکټې رحمت شاه اخیستي چې ۳۶ دي.

د یادولو ده د شپږم پړاو شپږیزې لیګ د خپرولو حقوق ملي راډیو ټلویزیون ترلاسه کړي دي چې دوی به یادې سیالۍ د نړیوال جام په څېر په معیاري توګه په ژوندي بڼه خپرې کړي.

Your SEO optimized title page contents