fbpx

له طالب سره نه، له پاکستان سره سوله په کار ده

خبریال وېبپاڼه / ۷ اکټوبر ۲۰۱۹ ـ شپږ کاله مخکې له طالبانو سره د سولې په خاطر د قطر دفتر پرانیستل شو چې د افغانستان جګړې ته یو سیاسي حل پیدا کړي، خو تر اوسه پورې دا دفتر د سولې په برخه کې هېڅ لاسته راوړنه لري او غړي یې یوازې سفرونه او له خلیلزاد سره مجلسونه کوي. که له دې دفتر سره هر څومره مذاکرات وشي، بیا به هم ځکه بې پایلې وي چې دا دفتر خپلواک نه دی، دوی نه شي کولای خپله پرېکړه وکړي، دوی هغو پرېکړو ته منتظر وي چې له پاکستانه ور رسېږي، ځکه خو یې د سولې خبرې دومره اوږدې او پېچلې کړې. که طالبان په خپل واک وای، ډېر ژر به د سولې خبرې یوې پایلې ته رسېدلې وای، خو اوس چې دوی خپله واک نه لري، باید له هغه ځای سره خبره وشي چې دوی امر ترې اخلي.

په افغانستان کې د جنګېدونکو وسله والو لکۍ د پاکستان تر پښې لاندې ده، هغوی په خپل سر پرېکړې نه شي کولای، حتی په افغانستان کې ډېرو وړو جنګېدونکو قومندانانو ته یې هم له پېښور، ميرام شاه او کچلاغ څخه امرونه راځي، نو مشران خو یې چې بلک مېل شوي، کورنۍ يې یرغمل شوي او پاکستان سل ډوله نور اسناد پرې لري، د پاکستان له اجازې پرته خوله هم نه شي خلاصولای.

په دې مسله کې نور عارفانه تجاهل په کار نه دی، دا ټولې دنیا ته معلومه ده چې په افغانستان کې د جنګېدونکو وسله والو ځالې چېرته دي او له کوم ځای څخه ترزیق کېږي، په کار ده چې له هماغه ځای سره خبره یو طرفه شي. که موږ په دې تمه کېنو چې له طالب سره د سولې خبرې سر نیسي، دا نو امکان ځکه نه لري چې هېڅوک هم خپل مزدور ته د فیصلې واک نه ورکوي. که خبره کېږي او که مسله حل کېږي، باید له واکدار سړي سره وشي، په هغه صورت کې د يوې ښې پایلې د رامنځ ته کېدو امکان هم شته.

که څه هم د افغانستان د سولې پروسه کې د پاکستان لاس بر دی، خو دې هېواد ځان شا ته کړی دی او طالبان یې را مخکې کړې دي چې په روانه پروسه کې کې د دوی ګټې خوندي کړي، د سولې په پروسه کې د افغانانو اېګنورول، جګړې ته زور ورکول، د پوځ او نظام ختمول، بهرنیانو ته په ارزښت قایلېدل، د یوه کمزوري او د پاکستان د لاسپوڅي حکومت رامنځ ته کول او د افغانستان خاوره د نورو (پاکستان) په ضد نه استعمالول هغه غوښتې دي چې په قطر کې له میاشتو راهیسې پرې چنې وهل کېږي. ډېر افغانان که څه هم په پیل کې د قطر لیدنو کتنو ته خوشاله وو، خو کله چې له اصلي کیسې خبر شول، له دې پاکستانۍ سولې په دې خاطر ووېرېدل چې افغانان به یو ځل بیا د پاکستان تابع کړي.

د سولې پروسې، د طالبانو شالید، فکر، غوښتنو او د دوی اوسني حالت ته په کتو سره چې خپلواک نه دي او امر له اسلام اباد څخه اخلي، دا به ښه وي چې افغان حکومت د طالبانو پر ځای له پاکستان سره خبرې پیل کړي او نړۍ واله ټولنه هم وهڅوي چې له بې واکه وسله والو سره د وخت د ضایع کېدو پر ځای دې د هغوی پر بادارانو فشار راوړي چې په افغانستان کې جګړه ودروي، که د پاکستان حکومت په دې سلا شو چې سوله کوو، طالب په کې بله خبره هم نه شي کولای، خو که له طالبانو سره خبرې کېږي، د سولې پروسې خبرې به ۱۵۶۰ پړاو ته رسېدلې وي، خو نتیجه به یې معلومه نه وي.

لیکوال: ډاکټر محمد خالد رحیمي