fbpx

کندهار کې د شاتو مچیو روزنې کار وبار په غوړېدو دی

خبریال وېبپاڼه / ۷ اکټوبر ۲۰۱۹ – د کندهار ولایتي چارواکي وایي په دې ولایت کې د شاتو مچیو د روزنې کار وبار په پراخېدو دی. د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي د پخوا په پرتله په دې ولایت کې د شاتو مچیو ته د ځایي خلکو پام ور اوښتی. د یاد ریاست مسوولین وایي، کندهار کې په عمومي توګه کرنې او مالدارۍ برخه کې د خلکو هلې ــ ځلې ګړندۍ شوې دي چې دا چاره د خلکو د ورځني ژوند په ښه کېدو او ټولنیز اقتصاد کې مهمه ده.

کندهار کې په سلګونه فارمونو کې زرګونه خلک دا وخت د شاتو مچیو په روزنې او کاروبار بوخت دي، اوس یې د شاتو د رایستلو ورځې ــ شپې دي. د کندهار د کرنې رییس وایي، نه یوازې په کندهار کې ځایي مچیو والا سږ کال خوښ دي، بلکې د هېواد د نورو ولایاتو څخه هم خلکو دغلته خپلې مچۍ ور وړي دي.

(( یوازي کندهاریان نه دي، بلکې له نورو ولایتونو هم د مچیو فارمونو والا خپلې مچۍ کندهار راوړي دي، ځکه کندهار کې موسم ښه دی، زمینه ورته ښه برابره ده، هېڅ ډول ستونزې نشته، مونږ ورسره پوره ــ پوره همکاري کوو)).

باید وویل شي چې په کندهار کې په داسې مهال د شاتو په تولید کې زیاتوالی راغلې ده، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري دې ولایت کې له بېوزله کورنیو سره د شاتومچیو د روزنې وړیا مرستې وشوې. یاد وزارت وایي د دغو مرستو څخه یې موخه د شاتو د تولید د کچې د ډیرولو ترڅنګ د کورنیو اقتصادي وده او د دوی په اقتصادي وده کې دوامداره مرسته ده. اخوا ځایي خلک د کرنې او مالدارۍ له وزارته خوشاله دي، وایي سږ کال یې اولادونو لپاره د یوې مړۍ موندولو چاره وشوه. محمد نسیم چې د شاتو مچیو د یو فارم مشر دی وایي:

(( د کندهار خلک ډېر غریب دي، یوه مړۍ ډوډۍ په سخته پیدا کوي، مونږ د کرنې او مالدراۍ وزارته مننه کوو، چې دلته یې د شاتو مچیو برخه کې پانګوونه وکړه. ډیر خلک په کې مصروف دي. د تیر په څېر زمونږ شات ډیر دي)).

د یادونې وړ ده چې افغانستان یو د هغه هېوادونو له جملې دی چې د شاتو مچیو د صنعت لپاره یې هوا او چاپیریال مناسب دی. نو ځکه په دې هېواد کې یاد صنعت ورځ تر بلې د پرمختګ او ښه والي په حال کې دی. افغاني شات په کور دننه او بهر ښه مارکیټ لري. بدخشان، تخار، بلخ، هلمند، پنجشير، ننګرهار، پروان، کاپيسا، غزني او هرات هغه ولایتونه دي چې شات یې خاص نوم او شهرت لري. زیاته دې وي چې د شاتو مچیو د روزنې لپاره غرنۍ سیمې، پاکه هوا، ښه چاپیریال، ګلان او بوټي مناسبه سیمه ده، او دا ډول چاپیریال یې د شاتو په کیفیت مخامخ اغېز لري.