fbpx

کابل بازانو، د شپږیزې لیګ د تیر موسم اتله لوبډله په لومړۍ ورځ ماته کړه

خبریال وېبپاڼه / ۷ اکټوبر ۲۰۱۹ –  نن د افغانستان د تر ټولو مهم لیګ شپږیزې لومړۍ ورځ ده. د دې سیالیو د پیل لوبه د کابل بازانو او بند امیر ښامارانو لوبډلو ترمنځ وه، چې کابل بازانو په کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دې پړاؤ لومړۍ لوبه یې وګټله. کابل بازان چې لوبډلمشري یې اضغر افغان کوي د لوبې پچه وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

حضرت الله ځاځی او کريم جنت د پیل توپوهنې لپاره راووتل، دواړو چټکه توپوهنه پيل کړه، خو کريم جنت په ۸ توپونو ۲۰ منډې کړې وې چې د فريد احمد په توپ وسوځېده. له هغه وروسته اصغر افغان توپوهنې ته راغی او د ځاځي سره په شريکه يې منډې ۷۳ ته ورسولې. حضرت ځاځي د ۳۴ منډو تر جوړولو وروسته د مجيب الرحمن په وسوځېده. سمیع الله شینواري له لوبډلمشر اضغر افغان سره د منډو جوړولو بریالۍ هڅه وکړه چې وتوانیده خپلې منډې ۲۰۸ ته پورته کړي.  اصغر ښه توپوهنه وکړه او خپله ذمه واري یې په ۹۲ منډو پای ته ورسوله او بیا وسوځېد. سميع الله شينواری بیا ۴۱ منډو ناسوځېدلی وکړې.

د کابل بازانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې وکړې. د بند امير ښامارانو له لوري مجيب الرحمن، فريد احمد، باطن شاه او فطرت الله خاورې ۱-۱  لوبغاړی وسوځاوه. د ۲۱۰ منډو د هدف په تعقيب کې د بند امير ښامارانو له لوري عمران جنت او جاوېد احمدي توپوهنې ته راووتل، خو د بند امير ښامارانو د توپوهنې برخه يو څه کمزورې وه. امیر حمزه هوتک د بندامیر لوبډلې د پیل توپوهونکی عمران جنت لومړي اوور کې له مخې لرې کړ. عمران جنت یواې ۴ منډې وکړې.

په دویمه ویکټ جاوېد احمدي او شوکت زمان ودرېدل اوږ د بند امير منډې یې ۵۰ ته ورسولې، خو شوکت زمان بيا د ۲۵ منډو ترلاسه کولو وروسته د کريم جنت په توپ وسوځېده. جاوېد احمدي ناصر جمال، افسر ځاځي په کمو منډو خپلې ویکتې په یو بل پسې له لاسه ورکړې. راشد خان چې د بند امیر لوبډلې لوبډلمشر دی، توپوهنې ته راغی او وقار سلامخېل په ۵ منډو بیرته رخصت کړ. د بند امير ښامارانو لوبډلې لپاره تر ټولو ښه توپوهنه باطن شاه او حيات الله وکړه، باطن شاه په ۴۳ او حيات الله په ۴۱ منډو ناسوځېدلي پاتې شو. یادې لوبډلې ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې وکړې او په ۳۵ منډو يې لوبه وبايلله. د لوبې غوره لوبغاړی اضغر افغان ونومول شو، نوموړې د خپلې لوبډلې لپاره ۹۲ ډېرې منډې وکړې.

بند امير ښاماران به په خپله راروانه لوبه کې د اکتوبر په نهمه نېټه سهار ۹:۳۰ بجې له مس عينک اتلانو سره مخ کېږي، همدا راز د کابل بازان به په خپله راروانه لوبه کې د اکتوبر په نهمه نېټه ماسپښين ۲ بجې د سپين غر زمريانو سره مخ کېږي. د يادولو ده چې سبا د اکتوبر په ۸مه نېټه د مس عينک اتلانو او بوست ساتونکو ترمنځ سهار ۹:۳۰ بجې او د سپين غر زمريانو او امو نهنګانو ترمنځ ماسپښين ۲ بجې لوبې ترسره کېږي.

Your SEO optimized title page contents