fbpx

د ښوونکي ورځ – څوک ملامت دی ؟

خبریال وېبپاڼه / ۷ اکټوبر ۲۰۱۹ – د(اکتوبر ۵ مه) د ښوونکي نړۍ والې ورځې سمون لري، یعنې وړمه ورځ وه. دا ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ونمانځل شوه. دې ورځې ته د افغانانو غبرګونونه عجب وي(منفي او مثبت). په نوره نړۍ کې ښوونکی هغه څوک دی چې دولتونه په ډېر احترام ورته قایل دي، پالي یې. مثلاً په امریکا کې د کانګریس د یو غړي معاش د څلورو ښوونکو له معاشونو سره برابر دی. د اروپا په یو شمېر هېوادونو کې یوازینی کس چې له ولسمشرانو او لومړي وزایرانو سره پرته د وخت له اخېستو او خنډ و ځنډ کتلی شي هغه(ښوونکی) دی. که هوټل ته ځي او ډوډۍ خوري، څوک ترې پیسې نه اخلي، حتی که په ریل ګاډي کې یو چیرته سفر کوي پیسې ترې نه اخېستل کیږي. همدې نېږدې هند کې د ښوونکي د کور کرایه، برېښنا بل، سفر…. څه وړیا دي. جاپان کې هم په همدې ډول. وروستیو څو کلونو کې چې په افغانستان کې د ښوونکي ورځ نمانځل د پخوا په پرتله په پراخه کچه دود شوې، په ټولیزو رسنیو(فیسبوک او ټویټر) د ځوانانو نظریات یې په اړه شاز و نادر وي:

ـــ یو شمېر کاروونکي په دې ورځ ښوونکي تر توندو نیوکو لاندې نیسي.

ـــ زیات شمېر بیا په دې ورځ ښوونکي ستایي.

لومړۍ برخه؛

په دې ورځ په ښوونکو انتقادي لیکل کوي. ښوونځیو کې د ښوونکو ناسم چلند، نه مسلکیتوب، نه چمتوالی، بي سلیقه یي او غیرې منظم والی….

هر کال په دې ورځ زه په فیسبوک کې د یو نه، بلکې د سلګونه او زرګونه تنو هغه لیکل لولم، چې د ښوونکو د ناسم چلند له وجې ترې ښوونځی نیمایي کې پاتې شوی دی. وهلي او ټکولي يې دي، توهین او تحقیر کړي یې دي. د ټولګي په منځ کې یې د نورو ټولګیوالو پر وړاندې د دوه پیسو کړي، پایله یې دا شوې چې ښوونځی یې پریښی او اوس په وطن او یا له وطن بهر مزدوري کوي. دارنګه په خپلې کورنۍ او ټولنه کې هم ورته خلک رامعلوم دي، ستاسې په کورنیو او سیمو کې هم ورته خلک شته. دا خلک په دې ورځ چې باید معلم وستایي، ورته ښېرا کوي، حتی ښکنځلې ورته کوي، ان دوی د ښوونځي سره په یوې داسې ژوره دښمنۍ کې کیوتي، چې خپل اولادونه یې هم له زده کړو راګرځولي. یو نوموتی عالم وایي( یو ښوونکی کولای شي، په خپل چال چلند سره، یوه هېواد ته بدلون ورکړي). دارنګه په دې ورځ د ښوونکو په غیرې منظموالي او ناسمې سلیقې هم بحثونه کیږي. ښه او نا ښه سلیقه د انسان په شخصیت مخامخ اغېز لري(مثبت او منفي دواړه) که سلیقه دې برابره وه، ستا د ښه شخصیت نماینده ګي کوي؛ خو که سلیقه منظمه او برابره نه وه، خلکو ته بد معرفي کیږي. یا خلک ستا د شخصیت په اړه منفي قضاوت کوي. د ښوونکو غُربت او فقر هم د دې باعث شوی چې دا قشر د ټولو دولتي مامورینو په منځ کې تر ټولو ضعیف او کمزوري معرفي کړي، چې دې قشر پاملرنه کول د دولت لوی او مهم مسوولیت دی. ځکه د یو هېواد رییس جمهور هم د یو ښوونکي شاګرد پاتې شوی وي، یعنې ښوونکی نړۍ او انسانیت روزي.

له بدمرغه!
افغانستان کې ښوونکي تر ټولو مظلومه طبقه ده. هغه معاش چې یو ښوونکي ته ورکول کیږي، خپله کورنۍ هم پرې نشي ساتلی. ۴۰ کاله که یو ښوونکی(تدریس) وکړي، په ورکول کیدونکي معاش به چیرې یوه د خاورو جونګړه هم نه کړي جوړه. یا به یې د ترانسپورت وسیله تر بایسکل هم پورته نشي.

دوهمه برخه؛

په دې ورځ ښوونکی ستایي او په دې باور لري چې(نن زه کوم څه وایم، لیکم) دا د هماغه ښوونکی کې برکت دی چې ښوونځي کې یې په توره تخته په سپین تباشیر لیکل راته کول. ګوتې به یې تکې سپینې وې په تباشیر، جامو کې به یې لس و شل پیوندونه وه. شلیدلې څپلۍ او بوټونه به یې په پښو ول. دوی د خپلې ښوونځي د دورې د ښوونکو عکسونه خپروي، ان کورونو ته یې د قدر دراني په پار ورځي، ډالۍ ور وړي. ځېنې په دې ورځ د خپلو والدینو عکسونه خپروي چې دا مې لومړني ښوونکي دي.

په نوره نړۍ کې د ښوونکو معاشونه:

د نورې نړۍ په بېلابېلو هېوادو کې د ښوونکي مقام، حیثیت او امتیازات:-

سومالیا؛

 لوړترین معاش د ښوونکي دی، لۀ اجازې او ټاکلي وخت اخېستلو پرته لۀ رییس جمهور سره لېدنه کولای شي.

هند کې؛

 د ښوونکي د ژؤند ټول لګښت د دولت پر غاړه وي، کله چې ښوونکی مقرر شي، د دولت لخوا یؤ مجهز کور او یؤ موټر ورکول کېږي.

چین کې؛

 ښوونکي ته د اوسېدلو لپاره یؤ داسې اپارتمان ورکول کېږي، چې د برېښنا او اوبو لګښت یې معاف دی، لوړ معاش او یو خدمتګار هم ورته ورکول کېږي.

شمالي کوریا؛

 ښوونکي ته مجهز کور، موټر او ۱۶۰۰ ډالره معاش ورکول کېږي.

امریکا کې؛

 د څلورو ښوونکو معاش د ګانګرس (سنا مجلس) د یوه غړي د معاش سره معادل دی؛ البته د کانګرس د یوه غړي معاش یؤلک او څلور اویا زره امریکایي ډالره دی.

عرب اماراتو کې؛

 لوړ معاش د ښوونکي دی، تر وزیر یې هم معاش لوړ دی، یؤ ښکلی کور د ښوونکي وي.
کله چې ولسي خلک وغواړي لۀ ولیعهد سره وګوري؛ نو اړینه ده، چې لۀ کوم ښوونکي سره به ملګريتوب(شناخت) ولري؛ ځکه لۀ ښوونکي پرته لۀ ولیعهد سره د عامو خلکو لیدل ګران وي.

اردان کې؛

 لۀ وزیر وروسته دوهم مقام د ښوونکي دی او لوړ معاش لري.

ترکیه کې؛

 لۀ وزیر څخه وروسته دوهمه درجه معاش د ښوونکي دی.

ناروي کې؛

 تر ټولو لوړ معاش د ښوونکي دی، تقریبا د ښوونکي معاش، د وزیر تر معاش شپږ برابر ډېر دی.

برازیل کې؛

 شتمن کس ښوونکی دی. د برازیل په قانون کې وایي: د ښوونکي پر مخ بانک پرانیزئ، پرېږدئ چې څومره پیسو ته اړتیا لري، وادې خلي.

روسیه کې؛

 د برازیل پۀ شان قانون دی.

افغانستان کې؛

اما په افغانستان کې تر ټولو کمترین معاش د ښوونکي دی.

(دا پورته د هېوادونو په اړه معلومات مې له انټرنیټ راخېستي، په یو څه زیادت او ایډیټ سره)

دلته د ځېنو ټولنیزو رسنیو کارکوونکو نظریات راخلو چې د دې ورځې په مورد یې لیکلي:

مثبت؛

محبوبه اکبر:

( د ښوونکي ورځ دې حقدارو ښوونکو ته مبارک وي).

سیف الرحمن سلیم:

( د ښوونکو ورځ دې ټولو ښکوونکو مبارک وي).

خالد حقمل:

(د ښوونکي ورځ دې هغه استادانو ته مبارک وي، چې خپل مسلک سره مسولانه چلند کوي، د کورنیو لخوا پرې شوی باور نه ماتوي، د غنمو لو او تهریشر په بدل کې زده کوونکو سره د ازموینې د نومرو وعده نه کوي او درسي ساعت یې د مومن خان او شیرینې او یا د خپل تیر وخت د بهادرۍ په کیسو نه تیروي. استادي یو لوی مسولیت دی، هغه استادان چې خپل مسولیت په سمه توګه سرته رسوي، د دې ټولنې د خلکو لپاره اتلان دي او باید وي).

جان اغا بهار:

(زما لومړنی ښوونکی زما پلار دی، چې ما به(ج) نشو لیکلای او پلار به مې راته ګوتو کې قلم راسره نیوه او بیا به مې لیکل کول).

ننګیالی حضرتي:

(د ښوونکي ورځ دې ټولو ښوونکو ته مبارک وي، خو د پوهني وزارت کې د جدي اصلاحاتو په هيله )

منفي؛

شپوونکی خان:

(زموږ یو استاد و،په تفریح کې به موږ سره یو ځای تښتېده)

سید شاه سقیم؛

(قاري امين مې استاد و، بیا یې ځانمرګی وکړ. استاده! د دوزخ برغولی شې).

شوخي؛

د ښوونکي ورځ دې زمونږ د کیمیا، فزیک او ریاضي استادانو ته هیڅ مبارک نه وي، نور دې ټولو ته مبارک وي.

ښه ښوونکی دا ځانګړتیاوې لري:

ـــ  تل مثبت ګرا وي

ـــ پرېکنده دریځ لري.

ـــ د یو ښه دوست او ملګري په شان وي.

ـــ زده کوونکو په کمه سترګه نه ګوري.

ــــ صمیمانه وي، خو له چوکاټه نه وځي.

ـــ وخت بې ځایه نه تیروي.

ـــ زده کوونکي تشویقوي او هڅوي.

ـــ کورنۍ دنده ورکوي.

ــــ ښه چلند او اخلاق کاروي.

ـــ غوسه نه کوي، تندی تریو نه نیسي.

ـــ د تدریس لپاره مختلف میتودونه کاروي.

ـ د سوال و ځواب له تدریسي میتود څخه زیاته ګټه اخلي.

ـ ټولګي ته د کورنۍ غوندې فضا برابروي، چې ښوونکی پکې د مشر او نور یې د غړو رول لري.

ـ زده کوونکو ته د انتخاب حق ورکوي، چې څومره درس ووایي، کومسې کورنۍ دنده او نور ولري.

ـ ښه فصاحت لري، شمېرلې او مهمې خبرې کوي.

ـ قوي درسي پلان لري.

ـ خپل تدریس او پایلې یې تل ځان سره ارزوي.

ـ د زده کوونکو غبرګون ته په کتو خپل تدریسي پلان بدلوي او ترمیموي.

ـ په اسانه ژبه پېچلي موضوعات وړاندې کوي.

ـ د تدریس ترڅنګ مهمې شخصي تجربې او کیسې شریکوي.

ـــ سیلرحمه او عاطفي وي.

ـــ په درس کې حده له ډېره تشریح نه کوي.

ـــ په موضوع حاکمیت لري.

ـــ په موضوع تمرکز کوي، بلخوا نه ځي.

ــــ ښه کرکټر او شخصیت لري.

ـــ بدګماني نه کوي.

ـــ زده کوونکي متقابل درناوي ته رابولي.

ـــ باورمند وي.

ـــ محکم او ثابت وي.

ـــ خپل تدریس ته عملي بڼه ورکوي.

ـــ پراخه او هر اړخیزه مطالعه لري.

ـــ بامنظمه او د ښې سلیقې څښتن وي.

ـــ د زده کوونکو ترمنځ بې ځایه پرتلنه نه کوي.

ـــ زده کوونکي سالم رقابت ته هڅوي.

ـــ حق حقدار ته سپاري.

ـــ واسطې او پیسې نه مني او نه ورته لومړیتوب ورکوي.

ـــ زده کوونکو ته درسي فعالیتونو کې ونډه ورکوي.

ــــ تر تدریس وړاندې ټولګی منظموي.

ـــ تر تدریس وړاندې احوال پُرسي کوي.

ـــ مشخصې موخې لري.

ـ د خپلو زده کوونکو اړتیاوې او ځانګړنې په ښه ډول پېژني.

ـ د تدریس هغه بڼې استعمالوي، چې زده کوونکي ورسره جذب شي.

ـ د زده کوونکو پر روان پوهیږي او ورته په کتو سره تدریس کوي.

ـ تدریس نه مخکې په مختلفو بڼو زده کوونکي زده کولو ته په رواني لحاظ اماده کوي.

او نورې……

ښوونکی له زده کوونکي څه غواړي؟

ـــ ښه اخلاق او چلند

ـــ کورنۍ دنده

ـــ درناوی ورته کول

ـــ نورو ټولګیوالو سره ښه چلند

ـــ نظافت او پاکوالی

ـــ ټولګي ته په وخت حاضریدل

ـــ د کتاب، قلم او کتابچې راوړل

ـــ درس ته توجو کول

ـــ د ټولګي اداب او نظم په پام کې ساتل

ـــ د ټولنې له خلکو سره ښه چلند

او ځېنې نور…..

ښوونکی یو لوی نوم دی. نوموتی عالم  (ګای کاوازاکي) وایي: (که غواړې، چې د یو چا مجسمه جوړه کړې، نو د ښوونکو مجسمه جوړه کړه، ځکه هغوی د ټولنې اتلان دي). هیله ښوونکي هم خپلو نیمګرتیاوو او تشو ته پاملرنه وکړي او خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي. دولت باید ورته خاصه توجو وکړي، کورنۍ او زده کوونکي یې باید په ښه شکل وپالي، مینه ورکړي، قدر یې وکړي، ځکه ښوونکی معنوی پلار دی.

لېکنه:

جان اغا بهار