fbpx

کرنې وزارت: افغان سوداګر دې د قزاقستان د مارکېټ اړتیا وې پوره کړي

خبریال وېبپاڼه / ۷ اکټوبر ۲۰۱۹ –

د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت وایي، افغان سوداګر دي په افغاني توکو د قزاقستان د مارکیټونو اړتیاووې پوره کړي. د کرنې وزیر نصیر احمد دراني چې تیره ورځ یې د صادروونکو شرکتونو له استازو سره د یوې غونډې په ترڅ کې قزاقستان ته د صادراتو زیاتوالی او سوداګرۍ اړیکو د پراختیا په پار خبرې اترې وکړې.

یاده غونډه چې په کې د سوداګرۍ وزارت او د سوداګرۍ او صنایعو خونې استازو هم برخه لرله، ښاغلي دُراني ورته وویل د هغه هوکړې پر اساس چې د افغانستان او قزاقستان هېوادونو ترمنځ شوې ده، قزاقستان دې ته چمتو دی چې له افغانستان څخه وچې ــ تازه مېوې او سابه وپېري:

( مونږ د قزاقستان سره هوکړه لیک لرو، هغوی زمونږ وچې او لمدې میوې، سابه او طبي بوتي اخلي، زمونږ سوداګر باید د صادراتو په لوړولو کې رول ولوبوي).

د کرنې وزیر زیاته کړه چې اوس داچاره د افغانستان سوداګرو او صادروونکو پورې تړلې ده، چې تر کومې کچې کولای شي، چې د قزاقستان د مارکېټ اړتیا وې پوره کړي. باید وویل شي چې په دې ناسته کې په دې پرېکړه وشوه، چې کومې ستونزې چې خصوصي سکټور د قزاقستان ته د صادراتو او سوداګرۍ د اړیکو د پراختیا په برخه کې لري بررسي او وارزول شي او وروسته د دوی د ستونزو هوارولو په پار خپل ستونزې او وړاندیزونه دې دولت ته وړاندې کړي. په ورته مهال د کرنیزو محصولاتو یو شمېر صادروونکي قزاقستان سره د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې یوازینۍ ستونزه ترانسپورتي ستونزې بولي.

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ بیلانس نا انډول بیلانس دی؛ خو دولت په پام کې لري چې یاد هېواد ته د صادراتو له ډلې د وچې او تازه مېوو او دغه راز د سبو او صنعتي توکو د صادراتو په زیاتولو سره د سوداګرۍ بیلانس متوازن کړي. د یادونې وړ ده چې دا وخت د هېواد وچې او تازې میوې د ځمکنیو او هوایي دهلیزونو له لارې د سیمې هېوادونو ته رسول کیږي.