fbpx

امیر خان متقي او (۵) طالب مشران پاکستان کې پاتې شول

خبریال ډاټ کام کابل / ۷ اکتوبر ۲۰۱۹پاکستان ته د سفر راهبري کوونکی مشر امیر خان متقي نن کراچيکې لیدل شوی دی .

د طالبانو د کوټيشورا یوه غړيخبریال ډاټ کام ته وویل چې امیر خان متقي او ورسره له ګونټانامو زندانه په دې وروستیو کې ازاد شوي طالب مشران په پاکستان کې د جګي قوماندانانو او د خپلو کورنیو او دوستانو له غړو سره  سره د لیدو کتو لپاره پاتې شوي دي .    

په پاتې شویو کسانو کې پخپله امیر خان متقي، محمدنبيعمري ، ملا فاضل اخوند، عبدالحق وثیق، ملا نوريصیب او مولوي خیرالله خیرخوا شامل دي.

له امیر خان متقيپرته دانورو پنځو واړو ته افغان حکومت په دې شرط پاسپورټونه ورکړي وو چې پاکستان او ایران ته به سفر نه کوي .

تېره شپه له یادو کسانو دریو ته په پېښور کې مېلمستیا شوې وه چې ګڼو طالب قوماندانانو ګډون ورکي کړی وو.

په قطر کې طالب سرچینو خبریال ډاټ کام ته وویل چې د طالبانو د مطبوعاتو مسئول او تر ډېره بریده پاکستان ته نېژدې قوماندان امیرخان متقي لمړی کويټي او بیا کراچي ته تللی دی .

امیر خان متقي دافغان دولت له هغه بندیز نه آزاد دی چې پر یادو پنځو کسانو لګول شوی دی .

ښاغليمتقيتر دې وړاندي په پاکستاني اسنادو سفرونه کول ،خو افغان پاسپورت یې په دې شرط واخیستو چې دی به پاکستان ته آزاد سفر پرې کوي .

په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډليیوه مرستیال مشر عباس ستانکزي پاکستان ته له تګ څخه ډډه کړې وه .

ډېری طالب مشران وايي چې عباس ستانکزي عرب اماراتو ته خپل کور ته تللی وو.

عباس ستانکزي سره په دې وروستیو کې پاکستان پلوه طالب مشرانو سخته را اخیستې ده

په خواله رسنیو کې پاکستان ته د طالبانو پر سفر سختي نیوکې شوې دي او افغانان خپل دښمن هیواد(پاکستان) ته د طالبانو تګ د هیواد په تاوان ګڼي‌.

په قطر کې دطالبانو سرچینې وايي چې دا سفر د امیر خان متقي په فشار شوی ،کنه له عباس ستانکزي سره سره ملا براد هم ددغه سفر مخالفت کاوه .

که څه هم د پاتې شویو طالب مشرانو د پاسپورتونو په تړاو تر اوسه افغان حکومت خپل غبرګون نه دی ښودلی ،خو په لویه کې دافغان دولت سره شوی تړون طالبانو تر پښو لاندي کړی دی .

پاکستان خلیلزاد او طالبان سره کښېنول

له طالب سره نه، له پاکستان سره سوله په کار ده

د طالبانو له دې سفره وروسته چې له عمران خان او زلمي خلیلزاد سره یې پټ ولیدل ددوی ترمنځ ناندرۍ را پورته شوې دي .

ملا محمد عمر اخوند ته ژمن طالبان وايي چې د پاکستان هري خبري ته د هو سر ښورول د طالبانو پر تحریک انتهايي بد تاثیر کوي ،خو پاکستان پلوي طالب مشران بیا دا کار پخپله او د طالبانو د تحریک په ګټه بولي .

د تللي پلاوي یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شيخبریال ډاټ کام ته وویل چې دوی پاکستان په دوکه هلته وربلليوو، دده په خبره چې پاکستان ژمنه کړې وه چې هلته به دسولي خبري بیا پیل شي ،خو هغه هسي ونه شول .

کار پوهان وايي چې دښمن هیواد پآکستان ته دطالبانو داډول سفرونه او د سوليپه پروسه کې پاکستان برلاسی کول او دا ټوله پروسه پاکستان ته سپارل د افغان ملت سره جفا ده او ښايي دا کار د طالبانو او افغان ولس ترمنځ شته فاصله لا نوره زیاته کړي .