fbpx

د سریلانکا نمایشي لوبډلې یو ځل بیا د پاکستان ملي لوبډله ماته کړه

خبریال وېبپاڼه /۸ اکټوبر ۲۰۱۹ – د پاکستان په کوربتوب د درې شل اوریزو سیالیو په لړۍ کې میلمه سریلانکایې لوبډلې پاکستان ته یوه نه هیریدونکي ماتې په خپل کور کې ورکړه.

د دې سیالۍ ټاس یا پچه سریلانکا لوبډلې وګټله او لومړۍ یې توپ وهنه غوره کړه.

سریلانکا لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لخوا په توپ وهنه کې تر ټولو ډیرې منډې راجاپاکسا وکړې،نوموړي په ۴۸ توپونو (۷۷) منډې وکړې،شپږ شپږیزې او څلور څلوریزې یې ووهلې.

د ټاکلي هدف په تعقیب کې پاکستانۍ لوبډله په بشپړه توګه د سریلانکایي توپ اچونکو په وړاندې بې وسه شوه او ټوله لوبډله د نوولسم اور په وروستي توپ په ۱۴۷ منډو له میدان بهر شوه او د ۳۵ منډو په توپیر یې سیالي بایلوده.

د سریلانکا لخوا په توپ اچونه کې پراډيپ (۴)، ونېندو هسرنګا (۳)،اوډنا (۲) او راجیتا یو لوبغاړی وسوځاوه.

د دې سیالۍ په ګټلو سره سریلانکا په روانو درې شل اوریزو لوبو سیریز کې دوه په صفر مخکیوالی ترلاسه کړ.

له دې وړاندې سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې پاکستانۍ لوبډله د ۶۴ منډو په توپیر له شرموونکي ماتي سره مخ کړي وه.

د یادې سیالۍ په بریا سره سریلانکا وکولای شول چې د اوو کالونو ځنډ وروسته په لومړي ځل شل اوریزو سیالیو کې بریا خپله کړي.

ټاکل شوي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به وروستۍشل اوریزه سیالي د اکتوبر پر نهمه نېټه د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۹ کال کې په سریلانکایي لوبغاړو د حملې وروسته هيڅ خارجي لوبډله پاکستان ته د سیالیو زړه نه ښه کوي.که څه هم پاکستان وار،وار د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي،خو بیا هم ټاپ مشهورې لوبډلې د پاکستان پر امنیت باور نه لري.

یاده دې وي چې د پاکستان په دورې بوخته اوسنۍ سریلانکا لوبډله کې لس مشهور لوبغاړي شتون نلري او د دوی پاکستان ته د ورتګ څخه انکار کړئ وو.

سریلانکا له دې وړاندې بیا په خپل کور کې د نیوزیلینډ څخه یوه شل اوریزه سیالي ګتلې وه او دوه یې بایللې وې.

روان سيريز لپاره د سریلنکا تر ډیره ځوانه لوبډله غوره شوې،یوازې دوه داسې لوبغاړي هم په لوبډله کې شامل دي،چې عمرونه يې د ديرش کلونو څخه پورته دي.

د پاکستان کریکټ بورډ د سیریز د پیل وړاندې. هيله ښودلي وه چې د مهمو سریلانکایي لوبغاړو په ورتګ سره به یو ځل بیا نړیوال کریکټ پاکستان ته سر ورښکاره کړي ،خو سریلانکا تش په نوم لوبډله پاکستان ته لېږلې ده.

په دې سیریز کې د سریلانکا لسو سینیر لوبغاړي هم نه دي شامل چې له ډلې د سریلانکا لوبډلې د شل اوریزو لوبو کپتان لاسیت ملینګا، ډایموت کاروناراتنی، پخوانی کپتان انجلیو میتوس، دانش چنډیمل، سورینګا لکمل تیسارا پریرا، اکېلا ډننجایا، کوسل پریرا، ډننجایا ډی سیلوا او نیروشن ډېکويلا دي.

تېره میاشت هم پاکستان کریکټ بورډ خبر ورکړی و،چې د سریلانکا امنیتي حالتو څیړونکي ټیم د پاکستان امنیتي حالت له نږدې څیړلي او د امنیت ډاډ یې ورکړی،.خو له امنیتي ستونزو له کبله د سریلانکا کریکټ بورډ تش په نوم یوه نمایشي لوبډله چې د سریلانکا ملي لوبډلې لوبغاړي پکې شتون نلري،پاکستان ته استولې.

Your SEO optimized title page contents