fbpx

حمدالله محب: نړۍ دې نور نوی افغانستان وپېژني

خبریال وېبپاڼه / ۸ اکټوبر ۲۰۱۹ – د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، چې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې افغانستان تر پخوا ډېره وده کړې او بدل شوی، له همدې امله باید نړۍ نوی افغانستان وپېژني او په نوي دید ورته وګوري.

د ملي امنیت شورا څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په کابل کې د ډنمارک له نوي ټاکل شوي سفیر مایکل لوند جېپسن سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې په دې اړه د دنیا او همکارو هیوادونو رول له نظره نه شي غورځول کېدلای او ټول افغانان یې منندوی دي.

محب په ځانګړې ډول د ډنمارک یادونه وکړه، چې په مختلفو برخو کې یې له افغانستان سره همکاري کړې او دا لړۍ لاهم دوام لري.

خبر پاڼه لیکي د ډنمارک سفیر له ملي امنیت سلاکار سره په لیدنه کې ژمنه وکړه، چې هیواد به یې افغانانو سره ګډ کار ته دوام ورکړي. ده وویل، چې د افغانستان د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې له پامه نه شي غورځول کېدلای او دده هڅه به هم دا وي، چې ددې لاسته راوړنو د دوام لپاره په کابل کې د خپل هیواد ښه استازولي وکړي.

حمدالله محب په تینګار سره وویل افغانستان لاهم له یو شمېر ستونزو سره مخامخ دی، چې پر وړاندې یې مبارزه روانه ده، خو دا په دې مانا نه ده، چې موږ مثبت تصویر او لاسته راوړنې نه لرو. ده وویل، چې له کابله نیولې تر ټول افغانستانه د رغونې، امنیت، له فساد سره مبارزې او داسې نورو برخو کې ښې لاسته راوړنې موجودې دي، چې باید پیاوړې او په عین حال کې د دنیا له لوري وپېژندل شي.

محب زیاتوي، حکومت په پام کې لري د هرې تشې د ډکولو په دوام خدمات تر هر افغانه ورسوي او دا باور رامنځته شي، چې نور خلک اړ نه دی د خپلو ستونزو د حل لپاره نورې لارې او خواوې ولټوي.

له دې وړاندې د سپټمبر پر ۲۹ مه نېټه د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ملګرو ملتونو په ۷۴مه عمومي ناسته کې د ګډون په موخه نیویارک ته تللی و.

حمدالله محب د افغان دولت په استازولۍ په دې ناسته کې وینا وکړه او د سولې په اړه یې د افغانستان دریځ روښانه کړ.

محب په دې ناسته کې د وینا پر مهال د افغانستان په اوسنۍ اوضاع، ولسمشریزو ټاکنو، سولې او ګڼو نورو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.

همدارنګه په دې سفر کې حمدالله محب د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریز سره هم لیدنه وکړه چې په دې کتنه کې د افغان ټاکنو، سولې او بين الافغاني تفاهم په اړه خبرې او بحث وکړ.

Your SEO optimized title page contents