fbpx

ننګرهار کې د میرمنو د لاسي صنایعو درې وځنی نندارتون پرانېستل شوی

خبریال وېبپاڼه / ۸ اکټوبر ۲۰۱۹ – پرون د ننګرهار ولایت په سپین غر هوټل کې د سوداګرو ميرمنو د ظرفيت لوړونې په پار د لاسي صنايعو درې ورځينی نندارتون پرانيستل شو. په دې نندارتون کې سوداګرو ميرمنو هغه توکې نندارې ته ايښي، چې په خپل لاس يې جوړ کړي. په ایښودل شویو توکو کې افغاني جامې، په مریو جوړې شوې څپلۍ، غاړه کۍ، لاسي بندونه، څادرونه، ګوتې، د سینګار توکي او نور شامل دي.

 یاد نندارتون کې چې د هېواد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو هم په کې برخه واخېسته؛ ميرمنو سره ژمنه وکړه چې لاسي صنايعو لپاره به يې هم په کور دننه او هم نړېوال مارکيټ پېدا کړي. د لاسي صنايعو دغه درې ورځنی نندارتون ، دښځو نړېوال دفتر او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري جوړ شوی، چې موخه يې د سودا ګرو ميرمنو د ظرفيت لوړل، میرمنې لاسي صنایعو ته لاهڅول او یاد صنعت ته وده او پراختیا ورکول دي.

د ياد نندارتون په پرانست غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معينې سعيدې مژګان مصطفوي وويل:  ((هڅه يې داده چې د لاسي صنايعو لپاره په نړېوال مارکيټ کې بازار پېداکړي)).

ښاغلي مژګان زیاته کړه په افغانستان کې د میرمنو په هلو ــ ځلو جوړ شوي لاسي صنایع په نړۍ وال بازار کې ځانګړی شهرت او ځای لري. بل پلو یاد نندارتون کې ګډونوالې سوداګرې میرمنې خوښې دي، وایي دا ډول هڅې یې په خواریو او کاروبار ښه اغېز لرلی شي. د یادو میرمنو له ډلې یې شریفه احمدزۍ وایي:

(( مونږ خوشاله یو چې داسې نندارتونونه افغان میرمنو ته جوړیږي، په خاصه توګه هغوی ته چې د لاسي صنایعو په کاروبار بوختې دي)). نوموړې وایي له دې لارې هم وطن ګټه رسوي او هم خپلو کورنیو ته: (( هم د هېواد نوم روښانوو، هم خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوو، هم سالم مصروفیت دی)).

په دې وروستیو کلونو کې په لاس د اوبدلو توکو صنعت ښه روان دی؛ خو د میرمنو نیوکه دا ده چې ورته د مارکیټ په برخه کې جدي ستونزې شته دی. هممهاله د اطلاعاتو وزارت معینې د سراج العمارت شاهي ماڼۍ د بيا رغونې له چارو او د غازي امان الله خان له مزار څخه هم ليدنه وکړه. باید وویل شي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندويانو د برخې مسئول رامين عتيق زاده د رسنیو پر وړاندې ژمنه وکړه چې په ننګرهار کې به ټول هغه فرهنګي او سياحتي ځايونه ورغوي چې تاريخي ارزښت لري.

 هیره دې نه وي چې د غازي امان الله خان د مزار د جوړيدو چارې څو ورځې وړاندې بشپړې شوې، چې دا وخت يې د خان عبدالعفارخان مزار او د سراج العمارت ماڼۍ تر کار لاندې دي.