fbpx

بالا باغ!

خبریال وېبپاڼه / ۸ اکټوبر ۲۰۱۹ –

پرون یو ملګري ویل چې بالا باغ د افغانستان کمپ ډېوېډ دی. پغمان د افغانستان د معاصر سیاسي تاریخ او په تېره بیا د اماني دورې پر مهال د مدرنیزم، عقلانیت او پدې محور کې د دولتسازۍ سمبولیکه سیمه ده. مثلاً تر دې وړاندې شوربازار، بالاحصار، مرادخاني او شاوخوا سیمه چې بیا وروسته په کې ارګ هم جوړ شو، د کلاسیک دولت مرکز بلل کېدلو. د نوي افغانستان لپاره د شاه امان الله تصور د فکري بدلون تر څنګ مکاني بدلون هم و. هغه پوهېده چې د هغه وخت کابل د مدرن دولت استازیتوب نشي کولای.

شاه د کابل د نوي ښار سرحدونه د تاج بېګ تر غونډیو او د پغمان تر درو پراخ کړل. مثلاً دارالامان یې د اورګاډي د پټلۍ به واسطه د زوړ ښار سره وتړلو. پغمان د آب و هوا له پلوه د ځمکې پر سر جنت و. د شاه بهرني مېلمانه په همدې سیمې کې عذر کېدل. پدې ډول یې د نوي افغانستان تصویر د دوی په ذهن کې تلپاتی کولو. بالا باغ په اصل کې د شاه امان الله او یا د افغان دولت غیر رسمي استوګنځای و.

 کټ مټ لکه په امریکا کې د کمپ ډېوېډ سیمه. دلته له دولتي تشریفاتي پرته د هېواد او سیمې په اړه حساسې خبرې کېدلې، مهم تصامیم نیول کېدل او تر څنګ یې د پغمان د درې له نعمتونو خوند اخیستل کېده. دا دی سل کاله وروسته پغمان بېرته خپل پخواني برم ته د ستنېدلو په حال کې دی. پدې ډول هغه فرهنګي هویت چې امان الله خان یې تصور درلود، بېرته را ژوندی کېږي. د بالا باغ د قصرونو معماري د کلاسیکې او مدرنې معمارۍ سنتېز دی. زما د اټکل له مخې د کلاسیکې ترکي « بابري، سلجوقي او…» معمارۍ سره د ۱۸مې او ۱۹مې پېړۍ د اروپا د باروک معماري سره یو ځای شوې او دا ښکلې قصرونه ترې جوړ شوي. البته د باروک د معمارۍ نښې د دارالامان په ماڼۍ کې هم لیدل کېږي. (والله اعلم)

دا ټول ولې مهم دي؟
ځکه مهم دي چې که مثلاً څوک درته ووايي چې کابل په څه پېژنې؟
د کابل لارې، کوڅې، سمتونه، بازارونه، دوکانونه، دولتي ودانۍ، کورونه، بنګلې او خلاصه هر څه چې ګورۍ ددې ښار د هویت تذکرې دي. له بده مرغه د ښار فرهنګي هویت مسخه شوی دی. د شېر پور په تاریخي سیمه کې به مو هغه بنګلې لیدلي وي. دا بنګلې د معمارانو پر ځای پاکستاني بېسواده ټیکه دارانو جوړې کړي. مجاهدینو کرامو د کابل د ورانولو سره یې فرهنګي هویت هم له منځه یووړ. په تېرو ۱۸ کلونو کې د بې مبا ډالرو په زور بېرته بې هویته او بې روحه کابل جوړ شو. خلاصه فرهنګ یواځې شعر او ادب نه دی. د فرهنګ اصلي بحث پر هویت دی. که دا انساني هویت وي که مکاني. اصلي کابل شېرپور او وزیر اکبرخان نه دی. پغمان دی، بالا باغ دی.
د بالاباغ د سیاسي اهمیت تر څنګ فرهنګي اهمیت پدې کې دی چې یو ځل بیا یې خپل اصل ته د رجوع بهیر پیل کړ. تاسې اوس ویلای شئ چې کابل په پغمان، بالا باغ او دارالامان پېژنم.

لېکنه: ایمل جلال

Your SEO optimized title page contents