fbpx

یو حقدار انسان چې ولسمشرغني یې د کارونو قدردانی وکړ!

خبریال وېبپاڼه / ۸ اکټوبر ۲۰۱۹ –

ډاکتر ناکامورا د افغانستان په ختیځ، بیا ننګرهار کې یو مشهور نوم دی. هغه نوم چې خلک یې په اورېدو سره هغو سیمو ته فکراً ځي چې نوموړي په کې د جوړونې اورغونې کارونه ترسره کړي دي. نوموړی اصلاً یو جاپانی انجینر دی.
له اوږدو کلونو راهیسې په افغانستان کې د اوبو د مدیریت او د کرنې د پراختیا په برخو کې زیات فعالیتونه کړي او کوي یې. ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ مازدیګر له ډاکټر تتسو ناکامورا سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، ښاغلي غني د ډاکټر ناکامورا د هڅو او کړنو قدرداني وکړه او ويې ویل، له همدې امله حکومت تاسې ته، ستاسې د خدمتونو په درناوي د افغانستان تابعیت درکړی دی.
اشرفغني دغه راز له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول د انکشافي پروژو د تطبیق او د کرنې د پراختیا په برخو کې د جاپان د همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، د افغانستان اړوندو بنسټونو په یادو برخو کې د جاپان له تجربو څخه استفاده کړې ده.
ډاکتر ناکامورا چې افغان کلتور او فرهنګ سره بشپړه اشنايي لري، په پښتو ژبه روانې خبرې کوي، په ننګرهار ولايت کې د سربندونو، کانالونو جوړولو او کرنې برخه کې د پام وړ خدمتونه کړي دي.
نوموړی له يوې نيمې لسيزې راهيسي په دې ولايت کې خدمت کوي، چې په کوز کونړ ولسوالۍ کې يې د مرواريد کانال، يو لوی جامع جومات جوړول، یو نامي پارک جوړول چې هره ورځ ورته زرګونه خلک د تفریح کولو په پار ورځي، او دې ورته لسګونه نورې پروژې د يادونې وړ دي.
باید وویل شي چې تر ناکامورا وړاندې یو بل جاپاني انجینز خېوې ولسوالۍ کې یاد فعالیتونه پیل کړي وه، چې بیا د نامعلومه وسله والو له خوا وتښتول شو، او جسد یې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې غورځولی و.

Your SEO optimized title page contents