fbpx

د شپږیزې لیګ پیل؛ د ملي تلویزون ښېګڼې او نیمګړتیاوې

خبریال وېبپاڼه / ۹ اکټوبر ۲۰۱۹ ـ د شپږیزې کرکټ لیک سیالۍ د اکټوبر په ۶ پیل شوې، خو د باران له کبله یې د پرانیستې مراسم د اکټوبر په ۷ نېټه ترسره شول. دا پروګرام چې د کابل په کرکټ لوبغالي کې وشو، د افغانستان د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي او د ملي تلویزون مشر اسماعیل میاخېل په کې خبرې وکړې، همدا ډول د لوبډلو له کېپټانانو هم څو نامناسبې او غیرضروري پوښتنې وشوې او په اخر کې دوه سندرغاړو سندرې وویلې او په اور لوبې سره پروګرام پای ته ورسېد.

په دې کې هېڅ شک نشته چې ملي تلویزون ته د اسماعیل میاخېل په راتګ سره ډېر تغیرات راغلي او په اصطلاح د ملي تلویزون رنګ او روغن ورسره ښه شوی دی، خو د شپږیزې لیګ په پیل کې ښکاره شوه چې یوازې ډیزاین او ډیکور مهم نه دي، بلکې هغه خلک هم مهم دي چې د تلویزون په پرده را ښکاره کېږي او غږېږي.

 

د شپږیزې لیګ په پیل کې د ملي تلویزون د ویاندویانو چلند او خبرې ډېرې نامناسبې او بې خونده وې، دوی د دې پر ځای چې له لوبغاړو د لیګ په اړه پوښتنې کړې وای چې څه پلانونه لري؟ کوم لوبغاړي به وځلېږي؟ او شپږیزه لیګ څنګه کولای شي د لوبغاړو او په ټوله کې د افغانانو په ژوند کې مثبت تغیر راولي؟ پر ځای یې هغه پوښتنې وکړې چې نامناسبې وې او په لیګ پورې یې هېڅ اړه نه درلوده، مثال پلانیه تا ولې بستانی په لوبه کې په توپ وویشت؟ دا خو لوبه ده، خامخا به کله یو په توپ هم لګي. بله پوښتنه چې ډېره تکرار شوه، هغه دا وه چې پلانیه ته غلی یې، بستانیه ته ډېرې خبرې نه کوې، یعنې دې خبرو په لیګ پورې څه اړه درلوده؟

 

د چوپتیا او نه خبرو کولو د مسلې په اړه خو تر ټولو ستره ګستاخي د سپین غر لوبډلې کېپتان شفیق الله شفق وکړه، هغه د پروګرام ښځینه ویاندې ته د ستېج په سر وویل چې دا پټې خبرې دي، که ځواب غواړې، بیا راشه. دا یې مشت نمونه یې خروار وې، د لوبو مبصرین یې هم همداسې کمزورې دي چې ځینې خو یې حتی جملې هم سمې نه تلفظ کوي، بس یو څو ورځې یې کرکټ کتلی او بیا راغلی، په تلویزون کې کمېنټري کوي.

 

د ملي تلویزون د رنګ او روغن د ښه کېدو ترڅنګ په دې هم باید کار وشي چې هلته وړ خلک وټاکل شي چې په پردې بیا دا ډول کیسې تکرار نه شي، که دا ډول خلک وي چې یوازې وخت ډکوي او د خپرونو د مسلکي توب په اړه فکر نه کوي، له هغوی سره باید کار وشي، پوښتنې او مسایل ورسره شریک شي، خو که په خپل سر او بې له تیاري پروګرام ته راځي، نتیجه به یې داسې وي، لکه د شپږیزه په پيل کې چې ویاندویانې نه پوهېدې له کېپتانانو کومې پوښتنې وکړي.

 

د ملي تلویزون په ښه کېدو هر افغان خوشاله کېږي او ټول دا هیله لري چې دا ملي رسنۍ تر نورو مخکې او با کیفیته شي، خو دا هله امکان لري چې نوې رهبري یې د ښایسته مخونو پر ځای ډېر تمرکز په ډکو سرونو وکړي.

 

لیکوال: انجینر صفي الله روحاني