fbpx

ننګرهار کې د خُرما حاصلات د تیر کال په پرتله دوه چنده شوي

خبریال وېبپاڼه / ۹ اکټوبر ۲۰۱۹ ـ د ننګرهار د کرنې، اوبو لګوولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال په دې ولایت کې د تیر کال په پرتله د خُرما حاصلات دوه چنده دي. ننګرهار کې د خرما د لویو باغونو له جملې یې یو د کانال باغ دی.

په دې ولایت کې مېشت د وادې کرنیز شرکت د هډې فارم مسئولين وايي، چې یاد خرما باغ شاوخوا سل ټنه حاصل ورکړی او راتلونکي کال به دغه حاصلات څو چنده نور هم لوړ شي. د یاد فارم له مسوولو چارواکو یې یو د هډې فارم دویم بلاک مدیر امین یار انوري نومیږي، نوموړی وایي که د دوی په تشکیلاتو او نورو اړوندو برخو کې زیاتوالی رامنځته شي، نو د کانال د خرما باغ به راتلوونکی کال نه یوازې ننګرهار او ختیځ، بلکې ټول افغانستان ته خرما ورکړي. انوري وایي:

(( د تشکیل کموالی جدي ستونزه ده. دارنګه نورې هغه برخې چې د هغې له مخې د خرما باغونو ښه پالنه وشي، پام ورته وشي. کیمیاوي مواد او درمل په وخت ورته راولېږل شي او بیا ښه مدیریت شي، نو په زیاته کچه د خرما حاصل به ورکړي، اوس مونږ یوازې ننګرهار او ختیځ زون نورو ولایاتو ته خرما ورکوو، نو دا به بیا ټول هېواد ته ورسوو)).

نوموړی وايي اوسمهال په پنځوس جريبه ځمکه کې د خرما درې ډوله بوټو حاصل ورکړی او په درې ډولونو نورو هغو یې کار روان دی، چې راتلونکې کال ته به د حاصل ورکولو جوګه شي. عبدالقیوم اطرافي د یاد باغ مسوول دی. دی وایي، سږکال د خرما بوټو شاوخوا سل ټنه حاصل ورکړی او د لا ښه حاصل په موخه د يادو بوټو په ساتلو او پالنه کې یې هڅې ګړندۍ کړي دي.

بلخوا د هډې فارم مسئول شکر الله نورزی وايي؛ که کار کوونکو ته يې په بهر کې د خرما بڼوالۍ برخه کې روزنه ورکړل شي؛ نو د دوی ډيرې ستونزې به حل شي. د يادونې وړ ده، چې شاوخوا لس کاله وړاندې کانال وادې کرنيز شرکت له لوري د هډې فارم دويم بلاک په پنځوس جريبه ځمکه کې ۲۷۰۰ د خرما شپږ ډوله بوټي کېنول شوي، چې اوسمهال يې يواځې درې ډوله بوټو حاصل ورکړی.

Your SEO optimized title page contents