fbpx

پکتیا کرنې ریاست مسوولین: د غنمو ۲۵ ننداریزې قطعې جوړیږي

خبریال وېبپاڼه / ۹ اکټوبر ۲۰۱۹ ـ د پکتیا ولایتي چارواکي وایي، په دې ولایت کې د غنمو د ښه حاصلاتو او اصلاح شویو تخمونو د ترویج په پار یې یو شمېر قطعې نندارې ته وړاندې کړي دي. د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، مرکز ښرنه او ټولو ولسوالیو کې د اصلاح شویو او سیمه ییزو غنمو ۲۵ ننداریزې مقایسوي قطعې جوړیږي، چې د همدغه ننداریزو قطعو په پار پرون په یاد ریاست کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي درمل، توره او سپینه سره ووېشل شوه.

د یادو توکو د ویش پر وخت د پکتیا د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمد دین مومند وویل، د پکتیا د مرکز او ولسوالیو ۲۵ تنه مخکښو بزګرانو هر یوه ته ، لس کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۱۲ نیم کیلو ګرامه د غنمو محلي تخم، ۲۵ کیلو ګرامه توره سره او ۵۰ کیلو ګرامه یوریا سپینه سره او ددغو جوړېدونکو ننداریزو قطعو د کرکېلي او خشاوې لپاره هر بزګر ته دوه زره او ۴۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
مومند په خپلو خبرو کې وویل: (( ددې ننداریزو قطعو له کرکېلي موخه داده چې له یوې خوا بزګرانو ته ددې ارزښت وښودل شي، چې اصلاح شوي تخمونه له نورو سیمه ییزو تخمونو څخه زیات حاصل ورکوي او له شیندلي بڼې څخه د کتار په ډول کرونده ښه پایله ورکوي او بل داچې بزګرانو ته د ننداریزو قطعو اهمیت ور وښودل شي، چې راتلوونکې کې همدا ډول کروندو ته مخه کړي)).
په ورته وخت کې له یادو مرستو څخه برخمن شویو بزګرانو خوښي وښوده چې ورته دغنمو ننداریزې مقایسوي قطعې جوړیږي، دوی د کرنې ریاست دا هڅې د یوې پرمختللې کروندې لپاره ګټورې وبللې.

د بزګرانو له ډلې یې ګل محمد وایي:

(( ځمکې ډېرې لرو؛ خو حاصلات مو ښه نه دي. مونږ د کرنې ریاست له مسوولینو مننه کوو، چې اصلاح شوي تخمونه او نور توکي یې راته راکړل، په دې سره به زمونږ د غنمو حاصلاتو کې ډیروالی راشي)).

دغه راز د پکتیا د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مومند خروټي وویل، چې دیادو ننداریزو قطعو لپاره له وړاندې سروې ترسره شوې وه او په شرایطو برابره ځمکه ورته انتخاب شوې وه. د یادونې وړ ده چې دغه ۲۵ ننداریزې قطعې په ۲۵ جریبه ځمکه کې جوړیږي.