fbpx

انجه له عوایدو ډکی بوټی، هلمند کې یې کرکيله او سوداګري په غوړېدو ده

خبریال وېبپاڼه / ۹ اکټوبر ۲۰۱۹ ـ د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګوونې او مالدارۍ ریاست وایي، په دې ولایت کې د انجنې کرکیله او سوداګري په پراخېدو ده. د هلمند کرنې رییس زلمی الکو وایي، د پخوا په پرتله په دې ولایت کې د انجنې کرکیلې ته د بزګرانو ډېر پام ور اوښتی، او دا کار وروسته له هغې چې انجه، له عواییدو ډک او قیمتي بوټی وپېژندل شو. د هلمند کرنې رییس وایي، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوي ارزښت لرونکي کرنیزې توکي ور وپېژنې.

د یاد ریاست مسوولین وایي، په همدې موخه یې د هلمند ولایت د بولان په فارم کې په یوه جریبه ځمکه کې د انجې (هنګ) طبي بوټې کرل شوي وه او پرې څېړنې وشوې چې پایلې او عواید یې ډېر ښه وه، نو ځکه یې د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو کې خلکو کرلو ته مخه کړه، او هم یې د سوداګرو پام ځانته واړوه.

ګرم سیر د هلمند یو له هغو ولسوالیو ده چې سږ کال په کې دهقانانو په خپلو ځمکو کې نېږدې ۸۰ جریبه انجه کرلې ده، د انجې یاد تخم د قزاقستان هېواد څخه راوړل شوې ده، چې سپین رنګ او د ښه کیفیت لرونکي دي. زلمی الکو وایي، لکه څنګه چې د انجې بوټي ډېرې کمې اوبو ته اړتیا لري تمه ده، چې ددې ولایت له خاورې، اوبو او هوا سره ښه مطابقت وکړي. بلخوا هلمندي بزګران هم خوښ دي، وایي خواري یې کمه او ګټه ـ وټه یې ډېره ده.  باید وویل شي چې انجه داسې بوټی دی چې د طبي موخو لپاره کارول کېدای شي او د کورني بازار تر څنګ نړیوال مارکېټ هم لري او په لوړه بیه پلورل کیږي.

باید وویل شي نوموړی بوټی له کرلو لږ تر لږه څلور کاله وروسته حاصل ورکوي. د یادونې وړ ده چې د لومړي ځل لپاره دا بوټی کروندګرو د حکومت له مرستې پرته یې تخم له تاجکستانه راوړی، په دې پار چې للمې ځمکې پرې ښېرازه کړې او اوس مهال په یو لوی کاروبار د بدلېدو په حال کې دی.

له انجې سره خوا کې د الویرا(شنو زرو) بوټی هم په افغانستان، په خاص ډول سویل او سویل لویدیځ زون کې ډېر دود شوی دی. دا بوټی هم د طبي او سینګاري توکو لپاره کارول کیږي. کرنې وزارت بیا، زعفران، الویرا، انجه د کوکنارو بدیل کښتونه بولي او پرې د لا پانګوونې یې وایي. څو میاشتې وړاندې په هند کې د افغاني کرنیزو توکو یو نندارتون پرانېستل شوی، چې د پورتنیو بوټو حاصلات په کې په لوړ قیمت پلورل شوي وه.