fbpx

ډېل سټېن له ملبورن سټارز لوبډلې سره د لوبيدو تړون وکړ

خبریال وېبپاڼه / ۹ اکټوبر ۲۰۱۹ ـ د سويلي افريقا کریکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي ډېل سټېن د اسټراليا په بيګ باش سيالیو کې د ملبورن سټارز لوبډلې سره د لوبیدو تړون وکړ.

يوه اوونۍ وړاندې د هغه د ټيم بل ملګري اې بي ډويليرز هم په لومړي ځل د بريسبن هېټ لوبډلې سره د لوبيدو تړون کړئ و. ډېل سټېن هم د هغه په قدم پل کيښود او په لومړي ځل يې د اسټراليا په بیګ باش سيالیو کې د ملبورن سټارز لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ.

۳۶ کلن ډېل سټېن اوسمهال يوازې د شپږو لوبو لپاره د يادې لوبډلې سره تړون کړئ او که چيرې نوموړی د انګلیستان سيالیو لپاره په لوبډله کې انتخاب نشو، قرارداد نور هم ِغځولی شي.

د يادونې وړ ده چې ډېل سټېن په تير اګسټ مياشت کې له اوږده پارمټ سيالیو تقاعدي اعلان کړه او پام يې پنځوس اوريزو او شل اوريزو سيالیو ته کړ.

نوموړی ويلي چې لومړۍ به د خپلې لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي او که چیرې په لوبډله کې انتخاب نشو، بیا به د اسټراليا په بیګ باش سيالیو کې لوبې ترسره کړي.

نوموړي وويل: (( ښکاره ده چې لومړۍ ماته له هر څه خپله لوبډله ډير اهمیت لري.او خپل هيواد لپاره لوبې کولو ته ترجیع ورکوم. خو که چیرې په فبرورۍ مياشت کې د انګلیستان په وړاندې د سيالیو لپاره په لوبډله کې غوره نشوم. البته چې پخپل کور کې هم نشم کيښناستلی. او زه به ليګونو کې لوبې کولو ته دوام ورکړم.))

د يادونې وړ ده چې سټېن د تیر مارچ مياشتې راهيسې د سويلي افريقا لپاره په کوم پارمټ کې سيالۍ ندي ترسره کړې.

نوموړی د ۲۰۱۹ کال نړيوال پنځوس اوريز جام سيالیو لپاره په لوبډله کې انتخاب شوی و، خو د اوږې د ټپ له کبله د يادو سيالیو بهر شو.

دا چې ډېل سټېن د ملي لوبډلې لوبغاړي په صفت د خپل کریکټ بورډ سره تړون لري، اوس اړ دی چې د سويلي افریقا کریکټ بورډ څخه هم په بیګ باش سياليو کې د لوبيدو اجازه ترلاسه کړي.

د اسټرالیا بیګ باش سيالۍ به د روان کال دسمبر مياشتې په اوولسمه نېټه پيل چې د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ تر اتمې نېټې به دوام وکړي. پدې لیګ سيالیو کې افغاني لوبغاړي هم شتون لري چې د خپلو لوبډلو په ګټه به لوبې ترسره کړي.

Your SEO optimized title page contents