fbpx

له جرمني ایستل شوي (۲۸) مه ډله افغانان کابل ته ورسېدل

خبریال ډاټ کام جرمني / ۹ اکتوبر۲۰۱۹د جرمني حکومت هغه (۴۴) افغانان له خپله هیواد کابل ته واستول چې د پناه غوښتنې درخواستونه یې رد شوي وو.

دا (۲۸) ډله افغانان دي چې د ۲۰۱۶ کال راهیسي کابل ته استول کېږي ، دغو (۴۴) شړل شویو افغانانو له جرمنينه د ایستل شویو کسانو شمېر (۷۲۰) ته جګ کړ .

په جرمني کې د خبریال ډاټ کام همکار شاکر عزیزي واييچې د ډیسمبر ۲۰۱۶ کال راهیسي جرمني حکومت له یوې خو ا لسګونه زره  افغانان منلياو له بله لوري یې (۷۲۰) کسان بېرته خپل هیواد افغانستان ته استوليچې وروستۍ ډله یې تازه لېږل شوې ده .

شاکر عزیزي د جرمنيچارواکو له خولې وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې تر دم ګړیه جرمني ته شاوخوا (۲۵۰) زره افغانان د پناه اخیستلو په نیت تلليدي چې لویه برخه یې د خپلو دوسیو د پرېکړو انتظار کې دي ،لسګونه زره یې منل شوي او (۷۲۰) کسان یې بېرته استول شوي دي .

له جګړه ځپلي افغانستان نه هره ورځ د مرګ ژوبليخبرونه ترلاسه کېږي او دا علت دی چې لا هم د هیواد ځوانان د خونديژ،ند په موخه له هیواده بهر ته زړه ښکوي .

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو څارونکی خبریال عزیز احمد تسل خبریال ډاټ کام ته وویل چې د ملکيتلفاتو شمېره دومري لوړه ده چې اوس یې ثبت او راجستر هم اسانه نه دی .

ښاغلی تسل وايي چې جنګ جګړو ځايي اوسېدونکيفرار ته مجبور کړي او د جګړو له کبله په هیواد کې د بېکاري کچه هم ډېره لوړه تللې ده ، د نوموړيپه وینا چې ښايي ډېری افغان ځوانان د روزګار په نیت اروپايي هیوادونو ته تللي وي .‌

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د مرګ ژوبليکچه په دې وروستیو کې ډېره لوړه تللې ده ،د روان ۲۰۱۹ کال په لمړیو شپږو میاشتو کې ۱۳۶۶ ملکيافغانان شهیدان شويچې تر ډېره بریده یې د مرګ ژوبلي مسئولیت د وسله والو طالبانو او هم دا راز د افغان حکومت او نړۍ والو ځواکونو په غاړه دی .

که څه هم له جرمني نه راایستل شوي افغانان په خورا تکلیف او ستونزو تر هغه هیواده رسېدليوو، ډېری یې په افغانستان کې پوروړيدي، دوی کې ګڼو یې ځمکيګرو کړې او د اروپا د هوسا ژوند په نیت له خپلو کورونو خوځېدلي دي .

خبریالان وايی چې افغان حکومت دي به کوردننه له جرمنيراشړل شویو افغانانو ته کاري زمینه برابره کړي ، کنه ښايي دغه راشړل شوي افغانان د ډېری نورو په څېر د جنګ جګړو لیکو ته مخه کړي .

Your SEO optimized title page contents