fbpx

په امریکا کې د فاحشو تورپوستو ښځو تر ټولو لوی قاتل

خبریال ډاټ کام نیویارک / ۹ اکتوبر ۲۰۱۹د امریکا فدارلي ادارې منلي چې په دغه هیواد کې تر ټولو د ولوی قاتل د (۵۰) قضیو پلټنه یې کړې ده .

د امریکا د تاریخ تر ټولو لوی دغه قاتل سېمول لېټل ۷۹ کاله عمر لري او تر اوسه یې د (۹۳) ښځو د وژلو اقرار کړی دی .

سېمول لېټل ویلي دي چې یوازي هغه تور پوستي ښځې یې وژلې چې جنسي کاراوبار (فحاشي) به یې کوله او نشيي توکي به یې کارول .

سېمول لېټل باکسر دی او تر ډېره بدیده یې وژل شوې ځي داسي‌وژلي چې دده د لاسونو نښي نه دي ورباندي پاتې شوې .

د امریکا فدرالي ادارې تر اوسه ددغو وژنو (۵۰) دوسیې څېړلي‌دي او د پاتې نورو د څېړلو کار روان دی .

چارواکو ویلي‌چې ددغو وژل شویو ښځو د ځینو ددوسیو په تړاو هیڅ څېړني نه وې شوي او داسي‌اټکل کېده چې ځیني یې د نښيي تو کو د ډېر استعمال له کبل وژل شوې دي .

د ځینو نورو وژل شویو مړي لا تر اوسه هم نه دي موندل شوي .

سېمول لېټل امریکا يي پولیسو ته ویلي‌چې ده باور درلود چې ددغه وژنو په تړاو به ونه نیول شي ،ځکه د وژل شویو کسانو د مرګ پلټنه چا نه کوله .

نوموړی د وروستیو دریو ښځو د وژنو په تور له ۲۰۱۲ کال راهیسي په زندان کې ساتل کېږي  او اوس خورا سپین .ېری دی .

سېمول لېټل دې اقرار په امریکا کې ډېری خلک حیران کړي دي او دا یې یو خطرناک قاتل بللی دی .

ایف بي آی یا د امریکا فدرالي اداری سېمول لېټل دامریکا تر ټولو خطرناک قاتل یاد کړی ،خو تر اوسه لا هغه ته ددغه قتلونو په تور جزا نه ده ورکړل شوې .

د نړۍ په ځینو نورو هیوادونو کې هم ورته وژنې شوي دي ،خو دا دامریکا په تاریخ کې تر ټولو لویه د زنځیري وژنو سلسله وه چې په ۱۹۷۰ کال کې پیل شوې وه او تر ۲۰۱۲  کال پوري یې دوام وکړ.

امریکا یو دنړۍ له هغو هیوادونو ده چې وسلې په بازار کې په عامه ډول ورکي پلورل کېږي ، خو جالبه داده چې سېمول لېټل وروستۍ ټولي وژنې د کومي وسلې پرته کړي دي .      

Your SEO optimized title page contents