fbpx

د شپږیزې لیګ په دوام مس عينک لوبډلې دوهمه بریا هم خپله کړه

خبریال وېبپاڼه / ۹ اکټوبر ۲۰۱۹- د افغانستان کورني کريکټ شپږيزه ليګ سيالیو په څلورمه لوبه کې مس عینک لوبډلې بند امير ښامارانو لوبډلې ته د نهو منډو په توپير ماتي ورکړه. د لوبډلې ټاس يا پچه د مس عينک اتلانو لوبډلې مشر محمدنبي عیسی خېل وګټله او لومړۍ پخپله توپ وهنه غوره کړه.

مس عینک لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۹۲ منډې جوړې کړې او بندامير ښامارانو لوبډلې ته يې د ګټلو په موخه د ۱۹۳ منډو هدف وټاکه. د مس عينک له لورې دواړو اوپنرانو نورعلي ځدراڼ او رحمن الله ګربز ښکلی پيل ورکړ او دواړو ترمنځ د ۱۳۴ منډو ملګرتيا ترسره شوه.

رحمن الله ګربز په ۴۰ توپونو د ۵ شپږيزو او دوو څلوريزو په مټ (۵۶) منډې جوړې کړې. نورعلي ځدراڼ په ۴۰ توپونو د څلورو شپږيزو او اته څلوريزو په مټ (۷۷) منډې جوړې کړې. د بند امير لخوا په توپ اچونه کې مجيب ځدراڼ دوه، جاويد احمدي او باطن شاه يو،یو لوبغاړی وسوځاوه. بندامير لوبډلې د ټاکلي هدف په تعقيب کې توپ وهنه پيل کړه، ويې نشول کولی چې د مس عینک اتلانو لوبډلې لخوا ورکړل شوي هدف ته ځان وراسوي او سيالي يې په ۹ منډو توپير بایلوده.

د بندامیر ښامارانو لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې شوکت زمان (۵۴)، جاويد احمدي (۴۱)، همداشان ناصر جمال (۳۹) زیاتې منډې وکړې. د مس عينک لخوا په توپ اچونه کې نوين الحق دوه، محمد نبي، يامين احمدزی، او نوراحمد لکڼوال يو،يو لوبغاړی وسوځاوه. د شپږیزې لیګ په پنځمه لوبه دا مهال د کابل بازانو او سپین غر زمریانو ترمنځ پیل شوې ده چې په دې لوبه کې پچه کابلبازانو وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.

کابل بازانو په ټاکلو شلو اورونو کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره ټوټل د ۱۲۹ منډو هدف وټاکه. د کابل لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې کریم جنت ۴۵ ، اصغر افغان ۱۶ منډې تر ټولو ډیرې وکړې. دا مهال د هدف په تعقیب کې د سپین غر زمریانو لوبډلې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۶ اورونو کې ټوټل ۹۱ منډې کړي دي، خو د هدف په ترلاسه کولو کې یو څه پاتې راغلي.