fbpx

حمدالله محب: طالبان د جګړې او سولې په اړه یوه خوله نه دي

خبریال وېبپاڼه / ۹ اکټوبر ۲۰۱۹-  د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، نن د ناټو ملکي استازي سره ناسته لرله. په دې ناسته کې ښاغلي محب وویل، افغان حکومت تر بل هرچا ډېر د سولې د راوستو په لاره کې هڅې کوي او دې برخې ته ژمنتیا لري. محب د سولې پروسې په برخه کې د طالبانو پر نیت او لوري شک وښود او ویې ویل، چې یاده ډله سره وېشلې او د سولې او جګړې په اړه یوه خوله نه دي.
ډاکتر محب وویل، چې د طالبانو د مشرتابه، سیاسي استازو او د هغه وسله والو طالبانو چې د جګړې په ډګر کې دي د فکر او عمل ترمنځ د واټن خبره وکړه، او زیاته یې کړه، همدې خبرې دا ستونزه رامنځته کړې، چې له طالبانو سره د سولې په اړه عجولانه خبرې او بحثونه دې ښې پایلې ونه لري.

د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي نیکولاس کې سره په خبرو کې په ډاګه کړه: (( اړتیا ده د سولې لپاره لومړی اوربند او بيا بین الافغاني خبرې وشي، چې معلومه شي طالبان په خبرو اترو کې څومره ريښتيني دي او ددوی پرېکړې تر کومې کچې په کومو سیمو کې عملي کېږي)).
د ناټو ملکي استازي ښاغلي کي د هر کړکېچ د حل لار خبرې اترې وبللې او ټینګار وکړ، چې ددې سازمان غړي هیوادونه ټول د بین الافغانی تفاهم پلوي کوي او ترڅنګ یې له افغان دولت سره په کړو ژمنو او ملاتړ ولاړ دي. نوموړي وویل، افغان ځواکونو ښه وده کړې او لاسته راوړنې یې د پام وړ دي او ناټو به یې د ملاتړ، تجهیز او روزنې په برخه کې هڅې جاري وساتي. باید وویل شي چې په دې وروستیو کې حمدالله محب د بهرنیو هېوادونو او سازمونونو له استازو سره لیدنې ــ کتنې ډېرې کړي دي. نوموړي په افغانستان کې مېشت د ډنمارک سفیر سره په کتنه کې ویلي وه:

((افغانستان د اصلاحاتو پراخ او موثر پلانونه لري، چې ځينې عملي شوي هم دي. له فساد سره مبارزه، د نا قانونيو ختمول، د سيمه ييزې حکومتولۍ پياوړتيا، د زورواکو مخنيوی، د پوځي چارو همغږي او د يوې قانونمندې ټولنې رامنځته کول، يې مهمې برخې جوړوي)). محب ورته وخت کې دا هم ویلي وه چې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې افغانستان تر پخوا ډېره وده کړې او بدل شوی، له همدې امله باید نړۍ نوی افغانستان وپېژني او په نوي دید ورته وګوري.  بلخوا بیا د ډنمارک نوي ټاکل شوي سفیر مایکل لوند جېپسن ژمنه وکړه، چې هیواد به یې افغانانو سره ګډ کار ته دوام ورکړي. نوموړي وویل، چې د افغانستان د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې له پامه نه شي غورځول کېدلای او دده هڅه به هم دا وي، چې ددې لاسته راوړنو د دوام لپاره په کابل کې د خپل هیواد ښه استازولي وکړي.