fbpx

لنډۍ د پښتو شعري ژانرونو مشره خور؟

خبریال وېبپاڼه / ۹ اکټوبر ۲۰۱۹- د پښتو وولسي ادب د لومړی کتار د سر نوم لنډۍ دی. لنډۍ ځکه تر نورو ژانرونو مخکې ده، چې مور او پلار دواړه یې پښتانه دي او په خټه کې یې د نورو قومونو تومنه نشته، که بیا یې څوک د ور ګډولو هڅه وکړي، لنډۍ یې نه ورسره مني. په لنډۍ زیات بحثونه شوي دي، ښو ښو ادبپوهانو او شعر پېژندونکو خبرې پرې کړې دي، ما چې د لنډۍ په اړه څومره پخې خبرې لوستې دي، ځان ته مې دا حق نه ورکاوه، چې زه دې هم څه پرې ور ډېر کړم؛ خو دا چې دې ورځو کې فسبوک کې لنډۍ ډېرې ښکته پورته کېږي، نو ښه دا ده، چې بحثونه هم راپورته کړي. لنډۍ د پښتون قوم هغه ولسي شعري ژانر دی، چې د دې قوم ثقافت، کلتور، فرهنګ، اروایي لوړې ژورې، سیاسي تغیرات، سوبې، راجونه او رواجونه، مینه، کرکې، کړیکې او … خوښۍ یې په داسې بڼه را اخېستي دي، چې بل ژانر په دومره سوچه انداز یا نه دي را اخېستي یا دا توان نه لري. دا یوه ښکاره وجه لري، هغه دا چې د لنډیو اکثر پنځونکې ښځېنه طبقه ده. دا چې د پښتون قوم ښځمنه خوا تر ډېره وروسته پاتې، کلیوالي، په کور دننه او له تمدنه یا ناخبره او یا لېرې پاتې شوې ده، نو دوی د بل چا اغېز هم نه دی منلی، که له مبالغې یې را وباسو نو د نرانو په نسبت یې کم منلی دی.
له ژبې رانېولې، تر راشه درشه، تر ناستې پاستې، تر لباسه او په ټوله کې تر کردار او کرکټره دا طبقه تر ډېره هغسې رنګ لري، چې بل قوم یې نه لري او کټ مټ پښتون رنګ دی. پښتون قوم په تېر کې د بیان ازادي بیخي نه ده لرلې، که بیا یې لږه لږه لرلې هم ده، تر نرینه محدوده پاتې شوې، ښځه بیا هم له دې حقه محرومه پاتې شوې، نو که په نر به تاړاکونه تېرېدل، مینېده به، یا به له کوم بل حالت سره مخ کېده، د بیان لپاره یې دومره خنډونه نه لرل، لکه له څومره خنډونو سره چې ښځه مخ وه.
دا چې ښځې به په خپل یار پسې د درد کېسه، د سلګونه او زرګونه قیوداتو له امله په نورو بڼو بل چا ته نه شوای کولای، حتا خپل یار ته به یې هم مخامخ نه شوای ویلای، نو که ودونه به شول، یا به د کومې بلې خوښې بهانه جوړه شوه، دوی به راټولېدې او په لنډیو کې به یې د زړه ټولې تڼاکې چاوولې.
لنډۍ د پښتون قوم د ښځمنې طبقې لپاره د بیان د ازادۍ یو داسې خپلواک او بې وېرې چینل و، چې مخه کې یې هیڅ خنډ نه و، همدا لامل دی، چې ټپې یا لنډۍ د پښتون قوم رېښتینی او سوچه انځور را اخېستی دی.
لنډۍ پښتون تاریخ وساته، د زړه رېښتینی غږ یې را واخېست، کلتور یې وپاله، د پښتون ضمیر له ناخوداګا را وخوټکېده، د پښتو شعر په ټولو ژانرونو کې یې داسې په چلینجي سر را پورته کړ، چې له زېږونه یې تر اوسه کوم بل ژانر سیالي ونه شوه کړای او نه به یې په راتلونکي کې وکړي؛ ځکه لنډۍ په هغه لاره روانه ده او روانه وه، چې نورو ژانرونو یې سوچ هم نه شو کولای.
لنډۍ د مضمون په لحاظ له مینې نېولې، تر سیاسته، له طنزه نېولې، تر اخلاقو، له تاریخه نېولې، تر کلتوره غونډ مضامین غېږه کې ونېول او داسې یې ونېول چې تر اوسه یې پالي. دا چې دا ژانر پښتو کې بې ساری بلو، یو لامل یې دا هم دی، چې دا د پښتو ژبې ځانګړی ویاړ دی او نورو ژبو کې نشته، نو که څوک د لنډۍ لپاره د (پښتو لنډۍ) ترکیب هم کاروي، تېروتنه کوي؛ ځکه که موږ (پښتو غزل) (پښتو نظم) او (پښتو شعر) ووایو، سمه ده؛ ځکه نورې ژبې یې هم لري؛ خو که د لنډۍ په اړه مو (پښتو لنډۍ) ترکیب وکاراوه، مانا دا چې موږ وایو؛ نورو ژبو کې هم لنډۍ شته.
پښتو ولسي ادب کې نور هم داسې ژانرونه شته، چې د لنډۍ غوندې یې د پښتون قوم د ټولو اړخونو د سوچه انځور باسنې هڅه کړې ده، لکه کاکړۍ، سروکي، لنډه کۍ او…؛ خو لنډۍ ځکه د دوی ټولو مشره او استاذه خور ده، چې د غونډ پښتون قوم په زړه ناسته ده او له امو تر اباسینه له هرې پښتنې خولې را ووته، هغه که د هر قوم وه، که لوستې وه، یا نالوستې، که وړه وه، که زړه، که له نرینه و وه، که له ښځېنه و. په تاریخي برخه کې ډېرې لنډۍ نورو ادبپوهانو راوړې دي، زموږ خبرې د ادب د یوه شاګرد په حیث دي، نوې مې چې کومه لنډۍ له تاریخي لحاظه نظر ته راغلې هغه دا ده:

ټیک په تندي پېزوان په پوزه
سیکهان دې بوځه زه دې روغ لېونی کړمه

دې لنډۍ کې د داعش، امریکا، بل و بل د بېولو ښېرا نه ده شوې، د سیکهانو د بېلو ښېرا شوې ده او له سېکهانو سره زموږ جګړې د احمدشاه بابا وخت کې تېرې شوې دي، له منځپانګې یې معلومیږي، چې دا لنډۍ د هغه وخت ده او ښکاري دا چې سیکهانو به له ځانونو سره په جنګ کې د پښتنو نجونې هم بېوې، لکه څنګه چې دغه کار پښتنو کاوه. لاندې لنډۍ ولولئ، که په هره یوه یې بحث کوو، خبره اوږدیږي؛ خو ټولې سوچه لنډۍ د پښتنو د اصلي انځورونو کېمرې دي:

یوه دې وه، بله دې وکړه
مه پرې سودمن شې مه دې ډېر شه زوی او لوڼه

توتان مې وخوړل مړه شوم
د دله خان د مړۍ څه پروا لرمه

د یارانې مې ورته ووې
یو یې سوک راکړ دوه یې لوټې ووېشتمه

د ډمامې جینۍ خوله شوه
خدایه ما باد کړې چې خولۍ یې وچومه

لیکنه:

بخت مرجان بختیار