fbpx

کابل بازانو په شپږیزه لیګ کې لومړی مقام خپل کړ

خبریال وېبپاڼه / ۹ اکټوبر ۲۰۱۹ – د افغانستان د شپږیزې غوره لیګ سیالیو په دوام نن په پنځمه لوبه کې کابل بازانو خپله دوهمه سیالي د سپین غر زمریانو لوبډلې څخه په ۱۷ منډو وګټله.

د دغې لوبې پچه کابل بازانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، دوی په ټاکلو شلو اورونو کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره سپین غر لوبډلې ته د ۱۲۹ منډو هدف وټاکه چې په ډیرې اسانۍ سره یې ترې دفاع وکړه.

د کابل بازانو لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې الراونډر کریم جنت تر ټولو ډیرې ۴۵ منډې وکړې، اصغر افغان بیا ۱۶ منډې جوړې کړې چې د هدف په ټاکلو کې ښه رول ولوبوه.

د سپین غر زمریانو لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې کریم صادق تر ټوله ښه توپ اچونه وکړه، نوموړي نن تر ټولو ډیر ۳ لوبغاړي وسوځول، ورسره حمید حسن او شاهد کمال هم دو- دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.

د سپین غر بازانو لوبډلې ټاکل شوی د ۱۲۹ منډو هدف پوره نکړ دوی د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په شلم اور کې ۱۱۲ منډې وکړې چې د هدف په تعقیب کې پاتې راغلل او سیالی یې پر ۱۷ منډو بایلوده.

د سپین غر لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې نجيب الله تره کي ۲۵، کریم صادق ۲۱ او شاهدالله کمال ۱۸ منډې وکړې، خو وروسته یې نورو لوبغاړو په سمه توګه توپ وهنه ونکړه او سیالي یې بایلوده.

د کابل بازانو لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې وقار سلامخېل درې، کریم جنت دوه، سميع الله شينواري، امير حمزه او ټينډای چټارا یو- یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کریم جنت ترلاسه کړه چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې ۴۵ منډې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

د نننۍ بريا سره په روانه شپږيزه ليګ کې کابل بازانو لوبډلې په خپلې دويمه سيالۍ کې هم بريا خپله کړه او د جدول په سر کې قرار لري.

بلخوا نن سهار هم د شپږيزه ليګ سيالیو په څلورمه لوبه کې مس عینک لوبډلې بند امير ښامارانو لوبډلې ته د نهو منډو په توپير ماتي ورکړه.

په دې سیالۍ کې مس عینک لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۹۲ منډې جوړې کړې او بندامير ښامارانو لوبډلې ته يې د ګټلو په موخه د ۱۹۳ منډو هدف وټاکه.

بند امیر لوبډلې ونه شو کولی چې د مس عینک اتلانو لوبډلې لخوا ورکړل شوي هدف ته ځان ورسوي او سيالي يې د ۹ منډو په توپير بایلوده.

دا سیالي د مس عینک دوهمه بریا وه، خو د بند امیر دوهمه ماته وه چې په روان لیګ کې خوري.

يادولو ده چې سبا سهار ۹ بجې به شپږمه سيالي امو نهنګانو او پاراګان بند امير ښامارانو ترمنځ ترسره کېږي.

همدا راز ماسپښين ۱:۱۵ بجه به په اوومه لوبه کې د عارف عظيم بوست ساتونکي او د کابل بازان میدان ته کوزېږي.