fbpx

سپین غر زون ورځ تر بلې د زوال پر لور … !

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ اکټوبر ۲۰۱۹ – د کلونو راهیسې سپین غر او په ځانګړې توګه ننګرهار چې د کرکټ کور یادیده، د کرکټ دغه کور ورځ تر بلې په کنډوالې بدلیږي.

د کرکټ په مختلفو لوبډلو کې د مشرقي لوبغاړو فیصدي ورځ تر بلې راکمیږي، دا په دې معنی نه چې ګنې دلته لوبغاړي نشته؛ بلکې د مرکزي ادارې لخوا په قصدي ډول دغه کړنه ترسره کیږی، چې د ځوان لوبغاړو د استعداد وژنه ده.

د کرکټ بورډ په دننه کې څو ټیکه داران په دې هڅه کې دي، چې لا نور څه ډول وکولی شی، د سپین غر زون کرکټ له زوال سره مخ کړي.

د کرکټ بورډ په اداره کې د مشرقي څخه زیات شمېر کسان رسمي دندې لري، خو یو هم د خپلې چوکۍ د ډار لپاره د مشرقي حق نشي غوښتی، یواځې په سمبولیک ډول دغه اداره کې کار کوي، چې هم یې له خپل ولس، لوبغاړو او ځان سره ستره جفاء او ملي خیانت دی.

په وروستیو کې د کرکټ بورډ ادارې لخوا (د فاسټ هنټ) په نوم د چټکو بالرانو پروګرام ترسره شو، چې په وروستيو ۸ لوبغاړو کې د مشرقي څخه ځوان لوبغاړي (فرهاد مومند، ولي اغا سعیدي، جاوید ….) نور لوبغاړي غوره شول، چې تر ۱۳۸ پورې یې د بالینګ سرعت درلود، خو هغه پروګرام ورک او لوبغاړي یې هم نه په شپږیزه، نه په نورو لیولونو کې ولیدل شول.

د مشرقي زون د لوبډلو په ټاکنه کې د کرکټ بورډ مرکزي اداره مستقیم ډول دخالت کوي، چې په راس کې د کورني کرکټ مسؤل (حاجي احمد شاه) دی، چې ورسره د لوبغاړو ترمنځ توازون هم سر خوړلی دی.

په دې ورستیو کې د سپین غر زون یو شمیر ځوان لوبغاړي (د نوروز منګل) لخوا د شپږیزې لیګ څخه د هیڅ کومې سیالۍ او دلیل په اساس بیرته کور ته رالیږل شوي دي، چې په دې اړه باید وضاحت ورکړل شي.

بل خوا په ورستیو کې د سپین غر زون په سر معاملې روانې دي، چې د لوبډلې جوړښت کې فرمایشات منل کیږي او کلیدي لوبغاړي نورو زونونو ته ورکول کیږي، ښه بیلګه یې د راشد خان، شهزاد محمدي او داسې نور دي.

په روانه شپږیزه لیګ کې هم سپین غر هغه لوبډله ده، چې هیڅ کوم مالک پورې تړلې نه ده او ملکیت خپله د کرکټ بورډ ادارې سره دی، چې دې حالت کې هر ډول درغلي او فساد کیدلی شي او ان لوبې له نورو مالکانو سره د یوې معاملې په ډول فیکس کړي.

پوښتنه دا ده، چې ولې سپین غر زون لوبډله نه پلورل کیږي، په داسې حال کې چې د کرکټ د دعوه ګیرې او کور لوبډلې په نوم سره یادیږي ؟

له دې ور اخوا د بهسودو میدان د جوړیدو ډبرې د وخت مشرانو یو ښکته او بل پورته کړې، خو نورې یې ورباندې کینښودې، کله په یوه بهانه او کله په بله بهانه.

له دې ښکاري او جوته کیږي، چې دلته څوک د پوښتنې نشته، نه هم په مرکزي اداره کې د حق غوښتنې او نه هم د زون په سطحه.

د سپین غر زون ادرې ته !

د سپین غر زون ادارې ملګرو مشرانو !!!

که د خپل زون، لوبغاړو او حقوقو پوښتنه او دفاع کوی شئ، نو مونږ مو ملاتړي یوو، ګنې نور حوصله ختمه ده.
سمبولیک خلک د مشرقي لپاره په درد نه خوري، لاس په کار شئ، چې په دې کې هم ستاسې او هم د ټول زون عزت دی.

:لیکنه: احسانالله ساپی