fbpx

امریکا: هغه وخت د سولې ملاتړ کوو چې تېرې لاس ته راوړنې وساتي

خبریال وېبپاڼه/ ۱۰ اکټوبر ۲۰۱۹ – امریکایي سناتوران وایي د هغو مذاکراتو او سولې ملاتړ کوي چې د دوو لسیزو لاس ته راوړنې پکې خوندي وساتل شي.

یو شمېر امریکایي سناتورانو تېره ورځ په کابل کې له ولسمشر غني سره کتلي دي او پر بېلا بیلو مسایلو یې ورسر خبرې اترې کړې دي.

یادو سناتورانو په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو له امله ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړې ده او په خبره یې دا د ولسواکۍ د پیاوړتیا لپاره یو غوره ګام وچې په افغانستان کې ډیر په ښه شکل سره واخیستل شو.

دغو سناتورانو دغه راز د ټاکنو په تامین کې د افغان ځواکونو زړه ورتیا او وړتیا هم ستایلې ده او په خبره یې دا ثابتوي چې دوی د خپل هېواد ددفاع لپاره تر بل هر وخت تیار شوي دي.

دوی وایي امریکا یوازې د هغو خبرو ملاتړ کوي او هغه مذاکرات ورته د منلو وړ دي چې د تېرو دوو لسیزو لاس ته راوړنې وساتي. سناتوران وایي چې د افغانستان جګړه به له سیاسي لارو حل کېږي خو د لاس ته راوړنو ساتل به یې مهم شرط وي.

بلخوا وړمه ورځ هم ولسمشر محمد اشرف غني د استونیا لومړي وزیر یوري راتاس سره په دلګشا ماڼۍ کې کتلي وو او د همکاریو په دوام یې خبرې کړې وې.

هغه مهال د استونیا لومړي وزیر یوري راتاس ولسمشر او د افغانستان خلکو ته په بریالي ډول د جمهوري ریاست ټاکنو د ترسره کېدو مبارکي ورکړې وه او ټاکنې یې په افغانستان کې د ثبات د تامین لپاره غوره لار وبلله.

هغه همداراز د امنیت د تامین لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې وستایلې نوموړی وایي په ټاکنو کې د بشبړ امنیت تامین د امنیتي ځواکونو غوره تګلاره وه.

په دې ناسته کې ولسمشر هم ترې غوښتي چې د نظامي همکاریو ترڅنګ دې افغان ځوانانو سره د زده کړو، د کادرونو روزلو او د معلوماتي ټکنالوژۍ تجربو شریکولو په برخوکې هم همکاري وشي.

د استونیا لومړي وزیر وایي افغانستان پام وړ اقتصادي لاسته راوړنې لري او ژمنه یې وکړه چې هیواد به یې افغان ځوانانو ته د زده کړو زمینې برابرولو او د همکارۍ تجربو شریکولو کې مرسته وکړي.

د تلې په شپږمه نېټه د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې په ټول هېواد کې په بریالیتوب سره پای ته ورسېدلې چې په ترسراوي نه یوازې افغانان او افغان حکومت خوښ دي، بلکې نړیوالې ټولنې او نړیوال هیوادونو هم د افغانستان امنیتي ځواکونه ستایلي دي چې په ټاکنو کې ښه امنیت نیولی وو.

ټاکل شوې ده چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې پر ۲۷مه او نهايي پایلې د لړم په ۱۶مه اعلان شي