fbpx

هغه هنرمند چې د هنر په ځانګړې لاره کې یې ځان ثابت کړ

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ اکټوبر ۲۰۱۹ ـ داسې مهال چې افغاني هنر او په ځانګړې توګه موسیقي د ابتذال له درده کړېږي او هنر د شخصي مفاداتو لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي، موږ په ایرو کې داسې پټ لعلونه هم لرو چې د هنر اصالت یې درک کړی او ځانګړی کار یې کړی دی، په دې کمو هنرمندانو کې یو هم بامسوولیته او هڅاند هنرمند اریان خان دی چې د هنر په نزاکتونو په ټوله معنی پوهېږي او هغه څه د خپل هنر له لارې ټولنې ته وړاندې کوي چې یو ښه پیغام لري او تر نورو متفاوت وي.

 

اریان که د مینې سندرې بللي، که یې وطن پاللی، که یې ځانګړو مناسبتونو ته سندرې ویلې دي، په ټولو کې يې موسیقي، شعر او طرز ځانګړي دي. دی د هغو هنرمندانو غوندې نه دی چې د شهرت لپاره هره ورځ شور جوړوي، خو کله چې وکتل شي، هېڅ هم د ویلو لپاره نه لري.  اریان خان په دې فکر دی چې موسیقۍ یوازې د ګډا او ساعتېرۍ لپاره نه ده، بلکې دا سپېڅلی هنر ډېر څه خلکو ته لېږدولای شي.

 

اریان د خپل وطن د خلکو په ژبه پوهېږي او د هغوی اړتیاوو ته په کتو سره هغه څه وايي چې هم نوښت په کې وي او هم د خلکو له زړه را غږېدلی وي، ځکه خو یې په تېرو څو کلونو کې ځان ثابت کړ چې افغاني هنر او ټولنې ته ډېر څه ورکولای شي.

 

اریان خان چې د سینما، تیاتر او تمثیل لوبغاړی دی، له موسیقي سره یې دا هنرونه یو ځای کړي او ساکن هنر ته یې حرکت ورکړی چې دا کار یې د سندرو د پيغام په لېږدولو کې مرسته کوي او د دې هنرونو په برکت یې تر نورو ځانګړی ثابت کړی دی.

 

دا چې اریان خان ډېر ځنډ وروسته را ښکاره کېږي، وجه یې دا ده چې نوموړی بې پلانه او بې پروګرامه کار نه کوي، بلکې یوې سندرې ته یو کال وخت هم ورکوي چې په ښه کیفیت یې جوړه کړي.

 

اریان خان چې د افغان وطن ښایستونو او ارزښتونو ستایلي دي، اوس یې په خپلو نغمو کې د دې وطن د سترو شخیصتونو ملاتړ ته را دانګلي دي. نوموړي په دې وروستیو کې د ولسمشر محمد اشرف غني ستاینه په یوه سندره «غني افغانستان» کې وکړه. اریان خان دا کار د کمپاین په خاطر نه دی کړی، بلکې وايي چې غني ته د احترام په خاطر یې نوموړی ستایلی دی. د اریان یو باور دا هم دی چې موږ تل خپل ښه او پوه مشران د پردیو په لمسون سپک کړي او حتی وژلي دي، خو نور باید موږ خپل ښه رهبران او ایډیال خلک وپېژنو او مرسته ورسره وکړو چې په ګډه وطن له دې ناورین څخه وباسو.

 

اریان وايي، په ژوندانه د یو غني انسان ستاینه راته په ټولنه کې تشه ښکاره کېده، زما ملي جذبه او جنون دی، چې د یوې عجیبه خیالي نړۍ احساس مې په وجود کې را څرګند او د خپل هنر له لارې مې دا طرحه جوړه کړه، چې په ژوندانه د یو غني شخص ستاینه وشي.

 

د اریان خان په وینا هر څوک چې داسې یوه مقام ته ورسېږي او وطن ته خدمت وکړي، دی به یې وستايي. نوموړي تر دې دمخه د افغانستان د کرکټ لوبغاړو په ستاینه کې هم له جذبې ډکه یوه سندره ویلې وه چې په اورېدو سره یې د لوبغاړو او مینه والو حوصله زیاتوله او د دوی په زړونو کې یې افغاني غرور، د احمدشاه ابدالي او میرویس نیکه تاریخ او مېړانه را ژوندۍ کوله، که د اریان خان په ټول هنر غږېږو، کیسه به تر کتاب واوړي، خو وروستۍ خبره دا کوم، په وروسته پاتې افغانستان کې چې ډېرو ځوانو استعدادونو ته د کار زمینه برابره نه ده، اریان په کمو امکاناتو ډېر څه کړي دي، دی د ډېرې ستاینې او مننې حقدار دی.

 

که موږ د خپلو ښو هنرمندانو ترڅنګ ودرېږو، ملاتړ یې وکړو او هنر یې واورو، مطمین یم چې هم به مو هنر ښه لوري ته پرمختګ کړی وي او هم به د هنر په برخه کې د اوسني ابتذال مخه نیول شوې وي. اریان خان او څو د ګوتو په شمار نور سندرغاړي دا کار کولای شي، خو په هغه صورت کې چې هم یې په حکومتي او هم یې په ولسي کچه ملاتړ وشي.

 

لیکوال: حمید باور