fbpx

والي: ننګرهار د هېواد په کچه په یو مهم اقتصادي ولایت بدلوو

خبریال وېبپاڼه/ ۱۰ اکټوبر ۲۰۱۹ – د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وايي د دې ولايت اقتصادي پرمختګ په موخه يې جدي هڅې پيل کړي دي. پرون د ننګرهار ولایت مقام ریاست کې د ننګرهار والي او ددې ولایت د یو شمېر رییسانو او نورو مسوولینو ترمنځ ناسته وشوه. په دې ناسته کې د ولايت مرستيال تميم عارف مومند، د ولایت مستوفي، دفتر رئیس، سوداګرو او نورو شتون درلود. دارنګه د سوداګرو په استازۍ حاجي تور ملنګ د شيخ مصري صنعتي پارک برېښنا، د احاطې ديوال، نندارتون لپاره د دايمې ځای، ګُدامونو جوړيدو او يو شمېر نورو برخو کې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل. د غونډې په اوږدو کې د ننګرهار والي او نور مسوولین د ننګرهار په اوسني اقتصادي وضعیت او عوایدو خبرې اترې وکړې.

شاه محمود مياخیل وويل:

((د دې ولايت اقتصادي پرمختګ په موخه يې په مرکز او ولايتي کچه جدي هڅې پيل کړي دي، چې ژر به ټولې شته ستونزې حل شي. نوموړي سوداګرو ته د شيخ مصري صنعتي پارک لپاره د برېښنا د ورکړې، د احاطې ديوال جوړيدو او نورو ستونزو په حل کې د همکارۍ پوره ډاډ ورکړ)).
ښاغلي میاخیل زیاته کړه، په مرکز کې يې مسئولينو سره خبرې کړي، ترڅو د اقتصادي پرمختګ او عوايدو لوړيدو په موخه د دې ولايت په ګډون د ټول هېواد په ګمرکونو کې يو ډول قانون تطبيق او سوداګرو ته اسانتياوې رامنځته شي.

په ورته مهال د سوداګرو په استازيتوب ملي سوداګر حضرت ولي هډه وال په ګمرک او نورو برخو کې د سوداګرو اړوند ستونزې شريکې کړې، همدا راز يې له ښاره بهر د ګودامونو لپاره په اجاره د دولتي ځمکې د ورکړې غوښتنه وکړه .همدا راز د ناستې پر مهال سوداګرو ته په ګڼ شمېر برخو کې د سهولتونو رامنځته کېدو او د اقتصادي پرمختګ په موخه په يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.

باید وویل شي چې وروسته تر هغې چې پاکستان سره پر فرضي کرښه ستونزې راپورته شوې او د دواړو هېوادونو پوله ساتو سرتیرو پر یو بل بریدونه وکړل، په غبرګون یې پاکستان د تورخم ترانزیټي لاره د سوداګرو پر وړاندې وتړله چې دې کار ننګرهار کې  د سوداګرۍ او اقتصاد په روان بهیر منفي اغېز وکړ.

خو په دې وروستیو کې د یادې لارې د بشپړې پرانېستې په پار څو ناستې ترسره شوې، چې بالاخره رامنځته شوې ستونزه حل شوه او د یوې هوکړې له مخې د تورخم لاره د سوداګرو لپاره ۲۴ ساعته پرانېستل شوه.