fbpx

بند امير ښامارانو لومړۍ بریا خپله کړه

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ اکټوبر ۲۰۱۹ – د افغانستان په کورنیو سیالیو شپږیزه لیګ کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې د لیګ
په شپږمه لوبه کې له دووه مسلسلو ماتو وروسته امو نهنګانو ته په ماتې ورکولو سره لومړۍ بریا خپله کړه.

په دې سیالۍ کې پچه امونهنګانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، دوی په ټاکلو شلو اورونو کې بند امیر لوبډلې ته د ۱۲۱ منډو هدف وټاکه، خو دفاع یې ترې ونشوه کولی.

د امو لوبډلې لپاره په توپ وهنه ابراهيم ځدراڼ ۶۲ او ميروېس اشرف بيا ۱۳ منډې وکړې چې د هدف په تاکلو کې ښه رول ولوبوه.

د بند امير ښامارانو له لوري ښه توپ اچونه ترسره شوه، چې له ډلې فريد احمد درې مهم لوبغاړي، نجات مسعود او ظاهر شهزاد دوه- دوه، مجیب الرحمن او باطن شاه بيا یو – یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د پاراګان بند امير ښامارانو د نننۍ لوبډلې لوبډلمشر جاوېد احمدي و، راشد خان د ټپ له امله په نننۍ لوبه کې ونه لوبېده.

د بند امیر ښامارانو لوبډلې ټاکل شوی د ۱۲۱ منډو هدف ډیر په اسانۍ سره په اتلسم اور کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې په شپږیزه لیګ کې لومړۍ بریا خپله کړه.

د بند امیر لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې لوبډلمشر جاوبد احمدي نیمه سلیزه ووهله، نوموړي نن ۶۲ ناسوځېدلې منډې وکړې ورسره افسر خان ځاځي هم ښه ملګرتیا وکړه
نوموړي ۳۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د امو نهنګانو لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې یوازې ابراهیم دوه د پیل لوبغاړي وسوځول..

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جاوېد احمدي ترلاسه کړه، چې نن يې په زړه پورې توپ وهنه ترسره او ۶۲ ناسوځېدلې منډې يې وکړې.

د يادولو ده چې دا د بند امير ښامارانو دريمه لوبه وه، چې لومړۍ بريا يې خپله کړه، همدا راز د امو نهنګانو بيا دويمه لوبه وه چې خپله لومړۍ ماته يې وخوړه.

همدا شېبه په کابل لوبغالي کې د شپږيزې کرکټ ليګ په ۷مه سيالۍ کې د بوست ساتونکي او کابل بازان لوبډلې مېدان ته کوزېږي.

په دې سیالۍ کې پچه د کابل بازانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.

په شپږیزه لیګ کې تر دا مهاله کابل بازانو د اصغر افغان په مشرۍ دوه سیالۍ ترسره کړي چې په دواړو کې بریاوې خپلې کړي او د جدول په سرکې قرار لري، خو ورسره مس عینک اتلانو هم دوه پرله پسې سیالۍ ګټلي.

دغه راز بوست لوبډلې یوه سیالي کړې هغه یې هم بایللې ورسره سپین غر زمریانو بیا دوه سیالۍ په پرله پسې توګه بایللې دي.