fbpx

د اصغر په مشرۍ کابل بازانو دریمه بریا هم ترلاسه کړه

خبریال وېبپاڼه / ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۹ – د افغانستان د شپږیزه غوره لیګ سیالیو په دوام نن په اوومه سیالۍ کې کابل بازانو یو ځل بیا د اصغر افغان په مشرۍ دریمه سیالي د بوست ساتونکو څخه د ۲۵ منډو په توپیر وګټله.

د غه سیالي چې د تل په څیر په کابل نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه د لوبې پچه د کابل بازانو وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، دوی په ټاکلو شلو اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره بوست ساتونکو ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه چې په اسانۍ سره یې ترې دفاع وکړه.

د کابل بازانو لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډیرې منډې یونس احمدزي جوړې کړې نوموړی نن په ۳۵ منډو باندې وسوځېد، دغه راز لوبډلمشر اصغر افغان۲۵ حضرت الله ځاځي ۲۰ او محمد سردار هم ۲۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د بوست ساتونکو لپاره په توپ اچونه کې نصرت الله دوه لوبغاړي وسوځول او دولت ځدراڼ، ضيا الرحمن، ګلبدين نایب او قېس احمد یو- یو لوبغاړی وسوځاوه.

بوست ساتونکو په ټول توان سره د ۱۴۵ منډو هدف ترلاسه نکړ او ټوله لوبډله یې په نولسم اور کې د ۱۱۹ منډو په جوړولو سره وسوځېدله او سیالی یې د ۲۵ منډو په توپیر سره بایلوده.

د بوست ساتونکو لپاره په توپ وهنه کې حشمت الله شهيدي تر ټولو ډیرې ۳۵، بهار شينواري ۲۲ او وقار الله اسحاق ۱۵ منډې وکړې، خو ټاکل شوی هدف یې ترلاسه نکړ.

کابل بازانو له لوري په توپ اچونه کې د زمبابوې ټينډای چټارا، امير حمزه او وقار سلام خېل دوه- دوه، لوبغاړي وسوځول ورسره اصغر افغان او سميع الله شينواري بیا یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه وقار سلام خېل ترلاسه کړه نوموړي نن درې مهم لوبغاړي سوځولي وو.

تر دې مهاله پورې د کابل بازانو لوبډلې په شپږيزه کرکټ ليګ کې ماته نه ده خوړلې او درې پرلپسې سياليو کې يې بريا خپله کړه چې د ۶ نومرو درلودلو سره د جدول په سر کې قرار لري.

بلخوا په شپږیزه لیګ کې نن سهار د بند امیر ښامارانو
په شپږمه لوبه کې له دووه مسلسلو ماتو وروسته امو نهنګانو ته په ماتې ورکولو سره لومړۍ بریا خپله کړه.

په دې سیالۍ کې پچه امونهنګانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، دوی په ټاکلو شلو اورونو کې بند امیر لوبډلې ته د ۱۲۱ منډو هدف وټاکه، خو دفاع یې ترې ونشوه کولی.

د بند امیر ښامارانو لوبډلې ټاکل شوی د ۱۲۱ منډو هدف ډیر په اسانۍ سره په اتلسم اور کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې په شپږیزه لیګ کې لومړۍ بریا خپله کړه.

د يادولو ده چې سبا د اکتوبر په ۱۱مه نېټه سهار ۹ بجې د شپږيزې کرکټ ليګ په ۸مه سیالۍ کې د امو نهنګانو او بوست ساتونکو لوبډلې مخامخېږي، همدا راز ماسپښين ۱:۱۵ بجې بيا ۹مه لوبه د مس عينک اتلانو او سپين غر زمريانو ترمنځ ترسره کېږي.